جماعت اسلامي: حکومت دې د امنیت په اړه ټولګوندیزه غونډه وروغواړي
جماعت اسلامي په باجوړ کې د خپل یو مخکښ سیاستوال د وژنې پرضد د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې احتجاجونه کړي دي. محمد حمید صوفي د نومبر پر ۱۴مه د باجوړ په عنایت کلا کې په یو وسلوال برید کې وژل شوی وو. د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د نوموړي د وژنې ذمه واري منلې. د جماعت اسلامي غړو او پلویانو د نومبر پر ۱۷مه په پېښور او یوشمېر نورو ضلعو کې په مظاهرو کې پر حکومت غږ وکړ چې د امنیت په اړه دې ټولګوندیزه غونډه وروغواړي. د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونو په بیا بیا ویلي دي چې امنیت او د خلکو خوندیتوب ته ژمن دي او د دې لپاره د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي. ویډیويي رپورټ.