د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ د خیبر پښتونخوا له چارواکو د خراب امنيت په اړه سپیناوی غوښتی


د پېښور های کورټ (عالي محکمې) مخې ته وکيلان او خلک ولاړدي ـ انځور له ارشيفه
د پېښور های کورټ (عالي محکمې) مخې ته وکيلان او خلک ولاړدي ـ انځور له ارشيفه

د پېښور های کورټ د مشر قاضي په مشرۍ دوه کسیزه جرګګۍ د خیبر پښتونخوا له چارواکو څخه د امنیت د خرابې وضعې په اړه سپیناوی غوښتی دی.

هغې جرګګۍ د اکتوبر پر ۱۷مه په پېښور کې د صوبې د وکیلانو ټولنې پر غوښتنلیک اورېدنه وکړه.

د وکیلانو ټولنې مرستیال صادق علي مومند مشال راډیو ته وویل چې د ناامنۍ له وجې وکیلان، قاضیان او د عدالتونو کارکوونکي له ګواښونو سره مخامخ دي. "زموږ په صوبه کې د [امن و امان وضعیت] ډېر خراب دی. په دې حالت کې وکیلان، د وکیلانو ټولنې، عدلي افسران، د [ماتحت عدلیې] کارکوونکي له [ګواښونو] سره مخامخ دي او حکومت څه اقدامات نه کوي."

مومند وویل چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي برخو کې د امنیت وضع دومره خرابه شوې چې د ټانک او جنوبي وزیرستان عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته انتقال شوي دي.

پېښور های کورټ دا اورېدنه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د صوبې د وکیلانو ټولنې په عدالت کې غوښتنلیک دایر کړ او ورڅخه یې وغوښتل چې له صوبايي او وفاقي چارواکو څخه دې سپیناوی وغواړي.

د خیبر پښتونخوا سرکاري وکیل شاه فیصل اتمانخېل مشال راډیو ته وویل چې حکومت د جنوبي ضلعو د امنیت لپاره هلته د پولیسو شمېر زیاتولو په ګډون یوشمېر اقدامات کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې ژر به عدالت ته تفصیلي ځواب ورکړي.

وروسته د پېښور های کورټ جرګګۍ له صوبايي او وفاقي حکومتونو څخه د لیکلي ځواب غوښتنه وکړه او اورېدنه یې د اکتوبر تر ۲۳مې وځنډوله.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې له تېرو دوو کلونو راهیسې ناامني خورا زیاته شوې ده. خو وفاقي او صوبايي حکومتونه او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG