په مردان کې د معلولینو ترمینځ سپورټي سیالۍ شوې دي
په مردان کې د معذورانو ترمینځ دوه ورځنۍ سپورټي سیالۍ د جنورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېدل. د هغو لوبو انتظام ضلعي انتظامیې او د خیبر پښتونخوا د سپورټي چارو ادارې کړی وو چې پکې د درو ضلعو تر ۱۰۰ زیاتو لوبغاړو ګډون وکړ او موخه یې د معلولینو ځواکمنتیا او د هغوی د استعدادونو ښکاره کول ول. ویډیويي رپورټ.