طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پوځ ویاند د مې پر ۱۲مه په خپاره کړي یو بیان کې هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې د پوځ په مشرتابه کې، پاکستان د اوسني سیاسي کړکېچ پرسر اختلافات دي او له دې امله ځینې پوځي مشرانو استعفاوې ورکړي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي، په اېف سي کیمپ باندې حمله شپږو وسله والو کړې وه چې ټول وژل شوي دي. پوځ وايي پلټنې یې روانې دي او د وسله والو سهولت کارانو ته به زر ځان رسیوي.
عمران خان د مې پر نهمه په خپل ويډيويي بيان کې د پوځ مطبوعاتي اداره مخاطبه کړه او ويې ويل چې "يوازې د يوې ادارې عزت کول نه دی پکار، بلکې د قام د هر وګړي عزت کول پکار دی."
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي دي چې افغانستان، پاکستان او چین د سوداګرۍ پر پراخولو او پر سیمه ییز اتصال موافقه کړې ده. ویډیويي مرکه وګورئ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په يو بیان کې ویلي په ملاقات کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، جماعت اسلامي امیر سراج الحق او یوشمېر نور سیاستوالان شامل ول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د بهرنيو چارو لپاره د طالبانو له سربرست وزير امير خان متقي سره پر ټليفون خبرې کړې دي.
کابینې د مارچ پر ۲۸مه په بېل کې زیات پام ډېر پام د چیف جسټس د سو موټو یا له خپل اړخه د نوټس واک کمولو ته ورکړی دی. حکومت په مسوده کې وړاندیز کړی دی چې د سپریم کورټ چیف جسټس باید په یوازې سر له خپل لوري د اقدام واک و نه لري بلکې دا کار به د مشرانو قاضیانو یوه ډله کوي.
د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا) ټېلېوېژنونو ته امر کړی دی چې د مارچ پر ۲۷مه دې "د یوې ورځې" لپاره په اسلام اباد کې د "غونډو، لاریونونو او جلسو" په اړه ژوندۍ خپرونې نه کوي.
عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."
د اصف په مشرۍ پلاوی چې پکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم هم شامل دي، د فبرورۍ پر ۲۲مه کابل ته ورسېد.
عمران خان په خپلو خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان نوم نه دی اخیستی خو هغې ډلې د فبرورۍ پر اتمه رسنیو ته په استولي بیان کې د نوموړي دعوه ناسمه بللې او ویلي یې دي چې جګړه یې د پاکستان "د پوځ او استخباراتي ادارو" پر ضد ده او سیاستوالان یا غیرسیاسي خلک نه په نښه کوي.
پر رشید تور دی چې پر پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند پر شریک مشر اصف علي زرداري یې تور پورې کړی دی چې د پخواني وزیراعظم عمران خان د وژنې دسیسه یې جوړه کړې ده.
د پنجاب اعلاوزیر پروېز الهي د جنورۍ پر ۱۲مه په لاهور کې د خپل حکومت د اتحادي ګوند له مشر عمران خان سره تر لیدو وروسته ګورنر ته لیک استولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر څلورمه په بیان کې ویلي دي چې "په خپلواکه توګه او له افغان چارواکو سره په مشوره" د داعش ډلې د مسوولیت اخیستو رپورټونو جاج اخلي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نومبر۲۷مې، په بیان کې ويلي وو چې د حنا رباني کر په مشرۍ د پلاوی د کابل دا سفر به يو ورځنی وي.
د نومبر پر ۲۰مه د فیکټ فوکس په نوم د تحقیقاتي ژورنالېزم یوې ووبپاڼې د پاکستاني خبریال یو رپورټ خپور کړ چې پکې دعوه شوې چې په تېرو شپږو کلونو کې د باجوه او د هغه د کورنۍ شتمنۍ اربونو روپیو ته رسېدلې دي.
د پاکستان حکومت د پېښې غندنه کړې ده او وزیراعظم له کورنیو چارو وزیره رپورټ غوښتی دی. په همدې حال کې د تحریک انصاف پلویانو په پېښور، مردان، راولپېنډۍ او یوشمېر نورو ځایونو کې د پېښې ضد احتجاج اعلان کړی دی.
نور وښیئ