د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ويلي ترهګرو ته به د پاکستان او ايران امنيت د ګواښولو موقع ور نه کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رحیم حیات (ښې خوا ته) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللاهیان د راولپنډۍ په پوځي نورخان هوايي اډه کې هرکلی کوي. د جنورۍ ۲۹مې انځور.
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رحیم حیات (ښې خوا ته) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللاهیان د راولپنډۍ په پوځي نورخان هوايي اډه کې هرکلی کوي. د جنورۍ ۲۹مې انځور.

د ایران بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره تر ملاقات وروسته ويلي چې ترهګرو ته په واضحه توګه وايي چې تهران او اسلام اباد به هغوی ته موقع ورنه کړي چې د دواړو هېوادونو شریک امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ويلي چې عبداللهیان د جنورۍ پر ۲۹مه سهار وختي اسلام اباد ته ورسېد او هلته يې د بهرنیو چارو وزارت کې له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره يې پر دوه اړخيزو چارو تفصيلي خبرې وکړې.

تر دې وروسته دواړو په اسلام اباد کې ګډوه خبرې غونډه وکړه او پر دې مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر دعوه وکړه چې"په دې کې هېڅ شک نشته چې په سرحدي سيمو کې مېشت وسلوال د نورو هېوادونو په لمسون او ملاتړ فعاله دي." البته هغه په دې اړه د هېوادونو نوم وانخیست او نه يې هم شواهد وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د مځکنۍ شخړه نه لري او زیاته يې کړه "زموږ تاریخي تعلقات او رابطې ثابتوي چې موږ په دوو جغرافیايي موقعيتونو کې مېشت يو ملت یو."

د پاکستان بهرنیو چارو نګران وزیر جليل عباس جېلاني خبرې کنفرانس ته وويل چې دواړه هېوادونه د بهرنیو چارو وزارتونو په سطح د لوړې کچې د يوه رغندنه میکانېزم پر جوړولو سلا شوي دي. هغه زیاته کړه چې د دې ميکانېزم له مخې به چارواکي په پرله پسې توګه په دواړو هېوادونو کې ملاقاتونه کوي او په بېلا بېلو برخو کې د شویو پرمختګونو څارنه او جاج اخلي.

هغه وويل چې دواړه هېوادونه سلا شوي دي چې په خپلو سيمو کې به د ترهګرۍضد جګړه کې له یو بل سره همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او و یې ویل چې د ځواب ورکولو حق لري.

پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت او د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر چې هغه مهال د خپل هېواد په سفر وو، دې اسلام اباد ته نه ستنېږي.

اخوا ایران وویل چې د برید هدف پاکستان نه بلکې جیش العدل ډله وه. هغې ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.

خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې په ايران کې وژل شوي کسان پاکستانيان دي.

وروسته د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې په غونډه کې وویل چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې اړیکې یې د پاکستان "د فضايي حریم تر سرغړونې" مخکېني حالت ته ستنې شي.

تر دې وروسته د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول او د دواړو هېوادونو ترمینځ سفارتي اړیکې، تر لنډې ترینګلتیا وروسته، بیا پر ځای شوې.

خو تر دې یوه ورځ وروسته د ایران په سیستان بلوچستان کې نامعلومو وسله والو نهه پاکستاني وګړي ووژل چې اسلام اباد یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه. د ايران بهرنيوو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې اړه به پلټنې کېږي.

د هغې پېښې پېښه ذمه واري چا نه ده منلې او بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچستان لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د جنورۍ پر ۲۸مه په یو بیان کې ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG