د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېرسټر ګوهر خان: د پاکستان راتلونکی حکومت به موږ جوړوو


بېرسټر ګوهر خان: د پاکستان راتلونکی حکومت به موږ جوړوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:41 0:00

د پاکستان تحريک انصاف مخکښ بېرسټر ګوهر علي خان وايي چې هغوی د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د نورو ګوندونو پرتله زياتې څوکۍ ګټلې دي او په مرکز کې به هم هغوی حکومت جوړوي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۰مه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د حکومت جوړولو لپاره هغوی په يو سياسي ګوند کې د ګډون په اړه راتلونکې اوونۍ غونډه کوي او حتمي پرېکړه به کوي. نوموړي وويل چې په ګوند کې د ګډون په صورت کې هغوی د ښځو او مذهبي اقليتونو ځانګړې څوکۍ هم ترلاسه کولی شي. دا په داسې حال کې ده چې د تحريک انصاف نوماندان دا ځل په انتخاباتو کې په خپلواک ډول درېدلي ول او په داسې حالت کې د انتخاباتو قانون هغوی ته د ځانګړو څوکيو اخيستلو او په خپلواک ډول د حکومت جوړولو اجازه نه ورکوي. بېرسټر ګوهر زياته کړه، که چيرې هغوی حکومت جوړ نه کړ نو بيا به په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوند په حيث خپل رول لوبوي خو له څوکيو به استعفا نه ورکوي. له بېرسټر ګوهر سره بشپړه ويډيويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG