طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر داسې مهال د چین سفر کړی دی چې په ۲۰۲۳ز کال کې د چین–پاکستان اقتصادي لارې د پروژو په اړه د دواړو هېوادونو د لومړۍ موافقې یوه لسیزه پوره کېږي چې په ګډه اعلامیه کې یې هم ذکر شوی دی.
چين په ۲۰۱۵ز کال کې په پاکستان کې د ۴۶ اربه ډالرو ارزښت لرونکې پروژې عملاً پیل کړې چې اوس پکې د سیپیک منتظمې ادارې د ووبپاڼې له مخې، پانګونه ۶۴ اربه ډالرو ته رسېدلې ده.
جوېریې صديق د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه د شپې شاواخوا دوه نيمې بجې پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د پوليسو په وينا، ارشد شريف وژل شوی دی.
د اکتوبر پر ۲۱مه مظاهرچیانو په پېښور او چارسده کې اسلام اباد ته تلونکې لویه لاره هم تړلې وه او ورباندې یې اور بل کړی وو. په کراچۍ کې لسګونه کسان د تحریک انصاف ګوند دفتر مخې ته ورغونډ شوي ول.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هر کال د اکتوبر ۱۰مه د ذهني صحت ورځې په توګه لمانځي چې موخه یې په دې اړه پوهاوی پیدا کول دي. په اسلام اباد کې د نفسیاتي ناروغیو متخصص ډاکتر عبدالوهاب وايي، د نړۍ د نورو هېوادونو پرتله په پاکستان او افغانستان کې زیات خلک په ذهني او رواني ناروغیو اخته دي.
باجوه دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د تحریک انصاف مشر په خپلو احتجاجي جلسو کې د پوځ پر مشرتابه د انتقاد ترڅنګ په وروستیو کې تور پورې کړ چې اوسنی وزیراعظم شهباز شریف او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د درغلیو پټولو لپاره د خپلې خوښې پوځ مشر ټاکل غواړي.
وېسټ د سېپټېمبر پر ۲۸مه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوې غونډې ته وویل، د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري د جولای پر ۳۱مه د امریکا په ډرون برید کې تر وژنې مخکې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په پلازمېنه کې له ازادۍ برخمن وو.
عمران خان د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي ول چې پولیسو ته د پوښتنو لپاره د هغه د سلاکار شهباز ګېل سپارلو امر ورکوونکې ججې زېبا چودري خلاف به کارروايي کوي او پرضد یې مقدمه دایروي.
د پاکستان ۱۲ کسیزه پلاوی د جولای پر ۳۰مه تر هغې وروسته کابل ته ورسېد چې پر هم هغه ورځ د پاکستانیو دیني عالمانو یو پلاوی له افغانستانه خپل هېواد ته ستون شو.
دا خبره شریف د جولای پر ۲۷مه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د پاکستان سپریم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اعلاوزیر انتخاب د پایلو په اړه د اسمبلۍ د مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري امر لغوه کړ او د حمزه شهباز پر ځای یې پروېز الهي د هغې صوبې اعلاوزیر اعلان کړ.
مفتي تقي عثماني تیره ورځ (د جولای په ۲۵مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په دعوت په ښه نیت د علماوو د ډلې سره کابل ته رسېدلی دی او هلته یې د ځینو افغان حکومتي مشرانو سره پر امدادي کار، تعلیم، او اسلامي اقتصاد خبرې پیل کړې دي
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان اېتلافي حکومت له عدالته غوښتي دي چې پر دې موضوع دې د ټولو قاضیانو جرګګۍ (فول کورټ) جوړ کړي. حکومت د جولای پر ۲۳مه په یوه بیان کې ویلي دي چې د پنجاب اعلاوزیر تر انتخاب وروسته پیدا شوی حالت خورا مهمه مسله ده چې باید یې اورېدنه ټول قاضیان په ګډه وکړي.
د پېښې له ځای سره نېږدې د لویې جرګې په خیمه کې د طالبانو د حکومت په بلنه د سلګونه دیني عالمانو او قومي مخورو لویه غونډه هم روانه وه.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د جون پر ۲۹مه د افغانستان ملي ټېلېوېژن ته وویل، په غونډه کې د ښځو استازیتوب سړي کوي ځکه چې "سړي د ښځو اولادونه" دي.
د پاکستان حکومت په سمدستي ډول د اوربند په اړه څه نه دي ویلي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم پر دې موضوع بیان نه دی خپور کړی.
د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه د مذاکراتو په اړه رسماً څه نه دي ويلي او نه د دې خبرو اترو اجنډا خپره شوې خو د تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان د مې پر ۳۰مه د نوم نه ښوولو په شرط د مې مشال راډيو ته ويلي ول چې د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان ځينې لويې غوښتنې منلي دي.
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د اپريل په څلورمه په اسلام اباد کې د نورو اپوزیشن مشرانو سره يو ځای په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د اپريل په درېيمه پر عدم اعتماد تحريک د رايو اچولو بغیر د اسمبليانو ماتولو له امله وزيراعظم عمران خان سیاسي کودتا کړې ده.
د اتوار پر ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپوزيشن ګوندونو له خوا د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک غيرقانوني وګرځاوه او هغه یې رد کړ.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې شریک مشر وايي، اسلام اباد ژمنه کړې ده چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې به اسانتیاوې پیدا کوي. خانجان الکوزی له افغان سوداګرو سره د پاکستان په سفر دی او هلته یې د فبرورۍ پر ۱۶مه او ۱۷مه په غونډو کې ګډون کړی دی. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
نور وښیئ