صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د تلینغونډې تابیا پښتونخوا ملي عوامي ګوند کړې وه خو ګڼو سیاسي غړو، فعالانو، شاعرانو او لیکوالانو د نوموړي پر ژوند، قامي مبارزه او ادبي خدماتو رڼا واچوله.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې په کوټه کې شوې ولسي جرګې غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره ټولې لارې زر تر زره خلاصې کړي. د جنورۍ پر ۲۷مه پای ته رسېدلې جرګې ۱۶ قر
په دې جرګه کې د یاد ګوند د غړو په ګډون د نورو سیاسي ګوندونو غړو، قومي مشرانو، او دیني علماو وړاندیزونه وړاندې کړي. د دې وړاندیزونو پر اساس برخوالو ته د جرګې په وروستۍ ورځ قراردادونه وړاندې کېږي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې د ناامنۍ او پښتنو ستونزو په اړه په کوټه کې درې ورځنۍ جرګه پیل کړې ده. دا جرګه د جنورۍ پر ۲۴مه پيل شوې، چې پکې د ګوند غړو، نورو سیاسي استازو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی دی.
د بلوچستان کروندګرو د ممکنه زرعي ټیکس پرضد احتجاج کړی دی
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې د زیاتې شوې ناامنۍ پرضد د پیل کړو هلو ځلو په لړ کې په پښین کې دوه ورځنۍ جرګه کړې ده. د دسمبر پر ۲۸مه او ۲۹مه تر سره کېدونکې دې جرګې ته د پښین او شاوخوا سیمو مشران وربلل شوي
د دسمبر پر ۲۸مه او ۲۹مه تر سره کېدونکې دې جرګې ته د پښین او شاوخوا سیمو مشران وربلل شوي او د یادې سیمې پر مهو ستونزو بحث کوي.
د مظاهره کوونکیو استادانو یو غړي جمال شاه کاکړ مشال راډیو ته وویل، په دې مظاهره کې هغو ټولو استادانو برخه واخیسته چې د بلوچستان په ۳۶ ضلعو کې یې امتحانونه ورکړي او بریالي شوي دي.
رحیم ځدراڼ کلونه پخوا له افغانستانه پاکستان ته کډوال شو او هلته یې د ښځو د ګاڼو او سینګارتوکو جوړولو کار پیل کړی دی. هغه وايي، وخت سړي ته هر څه ښيي نو بې له استاده یې دا هنر زده کړ. هغه نن هم زړې ګاڼې اخلي، نوې کوي یې او بیا یې په خلکو پلوري. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اسونو د ځغل یا منډې سیالۍ پښتانه خپله لرغونې او کلتوري لوبه ګڼي. د اسونو پلونکو په وینا، یو ښه اس د سیالۍ لپاره تیارولو کې پینځه کاله وخت نیسي. دغه سیالۍ په یخو ورځو کې کېږي. د پښین اوسېدونکي وایي چې د اسونو د ځغل لوبې ته له پخوا راهیسې د خیبر پښت
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د تحریک انصاف نیول شوي غړي دې خوشي کړي. محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر دویمه نېټه په کوټه کې د .
د نومبر ۲۵مه د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په زیاتره برخو کې د "پیه جام" هړتال دی. د "پیه جام" هړتال اعلان د بیلابیلو سیاسي ګوندونو او سوداګرو د اتحادیو له لوري شوی دی. دوی په صوبه کې پر قامي سړکونو "پیه جام" هړتال وروسته له هغه اعلان کړی و
په کوټه کې د یو ۱۰ کلن ماشوم د تښتول کېدو پرضد د احتجاج په توګه په هغه ښار کې د نومبر پر ۱۹مه کار بندیز وو او د کوټې ټول دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي ول. د کاربندیز اعلان د بلوچستان د سوداګرو مرکزي اتحاديې کړی وو چې د صوبې سیاسي ګوندونو او وکیلانو یې هم ملاتړ کړی وو.
د ږوب اوسېدونکی باز خان المیار چې له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د سړکونو پر غاړه د کتابونو سټال لګوي، دا ځل يې د نومبر پر ۱۷مه په خانوزي ښار کې لګولی وو. په دې کې د کتاب د مینوالو لپاره د اردو ژبې ترځنګ د پښتو ادب، تاریخ، ناولونو، افسانو او شاعرۍ کتابونه پراته وي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې پښین ضلعې په خانوزۍ سیمه کې يوه لوستې مېرمنه د خپلې انځورګرۍ له لارې پښتني کلتور او دودونه وړاندې کوي. مينې عصمت الله د کوټې په سردار بهادر خان ښځینه پوهنتون کې زدکړې کړي او غواړي چې انځورګري د خپل روزګار وسيله وګرځوي. ويډيو رپورټ
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم)او نورو پښتون ملتپاله ګوندونو د اکتوبر پر ۲۱مه په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د اکتوبر پر ۱۱مه د خیبر په ریګي للمه کې د پښتون قامي جرګې غوښتنې عملي کړي او په چمن کې د روان پرلت غوښتنې ومني.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پاکستان په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجونه کړي.
په دې لړ کې د اکتوبر پر ۲۰مه له سهاره تر ماښام پورې په مختلفو وختونو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د مرکزونو پېښور او کوټې په ګډون په ګڼو وړو او لویو ښارونو او سیمو کې احتجاجې لاریونونه او غونډې وشوې.
د سېپټېمبر پر ۲۳مه د پاکستان د يوشمېر نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د پښتنو کلتوري ولمانځل شوه. د دې ورځې په تړاو په کوټه ښار کې په جوړو شويو دستورو کې د کلتور د ارزښت په اړه پر ويناګانو سربېره د پښتنو د کلتوري توکو نندارتونونه جوړ شوي ول..
نور وښیئ