شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د مومندو ضلعې په ګډون د پخوانۍ فاټا په ټولو سیمو کې خاصه دارو ځواکونو د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره احتجاجي کیمپونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت په وار وار ویلي چې د خاصه دارو او لیویز ځواکونو نوکرۍ به نه ختمېږي خو د دغو ځواکونو د پولیسو ادارې ته په اړولو کې به وخت لګېږي.
د مومند قبایلي ضلعې د یکه غونډ په سرکاري تحصیل هسپتال کې د ګرین سټار یا شنه ستوري نومي ادارې لخوا د صحت د محکمې ښځینه کارکوونکو ته د مور او بچي صحت، د ماشومانو ناروغیو او په سیمه کې د لشمینیا نومې خورېدونکي رنځ په اړه د پوهاوي یو ورځنۍ غونډه شوه.
د مومندو د پړانګ غار، دامان او پنډیالۍ کروندګر وايي، که د دوی په سیمه کې ډېم جوړ شي نو د اوبو له ستونزې سره سره به په سيمه کې ښايي بې رورګاري هم ختمه شي. په دې اړه د طارق اورکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
په مومندو کې يوه داسې سيمه هم شته چې پکې ماشومان په خيمو کې درس وايي. دا سيمه پنډيالۍ ده خو د سکول دغه خيمې شلېدلې دي.کله چې باران يا سيلۍ شي نو زده کوونکي يا خو رخصت کړل شي او بيا نېږدې د پرايمري سکول په کوټو کې پناه واخلي. استادان او ماشومان غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې پخې کوټې جوړې کړل شي.
په مومندو کې د کمیونټي سکولونو استادانې وايي، له تېرو نهو میاشتو راهیسې تنخاګانې ورته نه دې ورکړل شوې او نه یې هم نوکرۍ پخې شوې دي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د فبرورۍ پر ۱۱مه له شبقدر سره تړلی شوی ۲۵ "لانجمنو کلیو" د خلکو یوه جرګه وشوه چې پکې له حکومته د بجلۍ د بندیز د ختمولو، د تعلیمي او روغتیایي ادارو د جوړولو غوښتنه وشوه. دوی وايي، که غوښتنه یې ونه منل شي نو د روانې جمعې په ورځ به اجتجاجی لړۍ پیلوي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ويډیويي رپورټ وګورئ.
د مومندو سرکاري انتظامیې په بازارونو کې د هغه دکاندارانو پرضد ګامونه اخیستي چې خوراکي او غیر خوراکي شیان ګران پلوري یا یې په تللو کې غلا کوي. د جنورۍ پر ۳۰مه د کوزه مومندو یکه غونډ تحصیلدار ګوهر خان د یکه غونډ بازار په دکانونو چاپې ووهلي. نور د شاهنواز ترکزي په ویدیو کې
د مومندو د پنډیالۍ او دانشکول اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د ماشي چیچلو له وجې شاوخوا ۱۰۰ ماشومان په لېشمنایسېس یا لېشمېنیا ناروغۍ اخته شوي دي. چارواکي وايي، بیړنی حالت یې اعلان کړی، د ناروغانو درملنه کوي او سیمې ته واکسین هم رسوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مومندو د یکه غونډ په کالج کې د یوه مشاعره شوې چې ورته د خیبر پښتونخوا له یو شمېر سیمو شاعران او ادیبان ورغلي ول. د مشاعرې په تالار کې خلکو له څلورساعتني محفله خوند واخیست.
حضرت علي د کالو خان اوسېدونکی دی چې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په شوې اډه کې یې یو وړوکی دوکان پرانیستی چې پکې شوقیانو ته رباب ښيي. دی وايي، نه یوازې دوکان ته، بلکې کور ته هم ځوانان ورځي او رباب ورڅخه زده کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په خېبر پښتونخوا کې د صحت محکمې چارسدې څانګې لخوا په رشکۍ شوقدر کې د ګوزڼ مخنیوي په اړه غونډه وشوه. په غونډه کې هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو انکاري دي، مالومات ورکړل شو. نور مالومات د شاهنواز ترکزي په ویډیو کې.
محمود خان په قبایلو کې د تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې ناامنیو ته په اشاره وویل، د هغو سیمو ولس د امنیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي نو اوس وخت دی چې
د نومبر پر پینځمه، د مومندو په ښوونځیو کې کلنۍ سپورټي مېله پیل شوه چې پکې زده کوونکي په بېلا بېلو لوبو کې برخه اخلي. د سیالیو پرانیستغونډې ته ورغلو چارواکو وویل، د تکړه لوبغاړو نومونه لیکي او په راتلونکې کې ورته په لویو لوبډلو کې ځای جوړوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پېښور ، مومندو او شوقدر د موټرو چلوونکو د سي این جي پمپونو د مالکانو لخوا په قېمتونو کې د زیاتوالي خلاف احتجاج کړی دی. دوي وايي ، په یوه شپه د سي این جي په قېمت کې د لسو روپیو زیاتوالی دوي ته د منلو وړ نه دی.
په مومندو کې د احتجاجیانو وینا وه چې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پر مهال هم ورڅخه پوښتنه نه وه شوې او اوس د پولیسو نظام په اړه هم ورسره مشوره نه کېږي.
د مومندو مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې له جوړېدونکي بنده اغېزمنېدونکو خلکو ته دې تاوان ورکړي او د هغوی سیمې دې د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې شاملې کړي. دې مشرانو د سېپټېمبر پر ۲۳مه په یوه جرګه کې له حکومته د بند د اصلي نقشې د ورښودو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د حکومت له اعلان سره سم، د هېواد د نورو برخو په څېر په مومندو کې هم د ونو او بوټو نهالولو کیمپېن پیل شوی چې تر درو ورځو به روان وي. د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت ویلي ول چې د سېپټېمبر پر دویمه دې چارواکي د هېواد په ټولو برخو کې ونې کښېنوي. چارواکي وايي، په مومندو کې یو لاک بوټي لګوي. رپورټ وګورئ.
د صوابۍ امجد علي هره ورځ دوکان ته ورځي او ربابونه او سېتارونه جوړوي. دی وايي، له ۲۵ کلونو راهیسې دا کار کوي. امجد علي استاد وايي، د موسیقۍ د دې الاتو لپاره د کابل د بېدانه شاهتوتانو لرګی تر ټولو ښه دی. د استاد په لاس جوړ ربابونه او سېتارونه ان تر اروپا رسېدلي دي. په اړه یې دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ملاکنډ ضلعې په ختیځ کې د نهر خوا ته یو وړوکی بازار دی چې بنګله بازار نومېږي. دلته واړه کاروبارونه دي خو هریچند او ملاکنډ ته ورڅخه د اهنګرانو په لاسونو جوړې جنرېټر نومي رکشې یا ګاډي هم ځي. په بازار کې یو چمبه یا تمبل جوړوونکی هم شته. رپورټ وګورئ.
په هنګو کې له ۳۳مې حلقې څخه د متحده مجلس عمل نوماند او د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي عتیق الرحمان د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د تحریک انصاف سیاستوالانو د بریا لپاره منظم کار شوی وو نو انتخابات له درغلیو ډک ول او نه یې مني.
نور وښیئ