د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغتیاپالان: د قبایلي ضلعو روغتونونه د کارکوونکو او اسانتیاوو له کمښت سره مخامخ دي


په پاړه چینار کې د قبایلي ضلعې کورمې مرکزي روغتون ته ناروغان وروړل کېږي ـ پخوانی انځور.
په پاړه چینار کې د قبایلي ضلعې کورمې مرکزي روغتون ته ناروغان وروړل کېږي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکترانو ټولنه وايي، د قبایلي ضلعو روغتونونه د روغتیاپالانو، کارکوونکو او مشینونو له لوی کمښت سره مخامخ دي چې له وجې یې خلک د طبي خدماتو لپاره نورو ښارونو ته تګ ته اړ دي.

د ټولنې مشر ډاکتر مجاهد خان د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل د امنیتي ستونزو له وجې هم ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي هغو سیمو ته تګ ته زړه نه ښه کوي.

دی وايي، که په قبایلو کې طبي اسانتیاوې وای نو د هغو سیمو اوسېدونکي نورو ښارونو ته نه تلل. "زه دا مهال په خیبر ټیچنګ هسپتال کې کار کوم. داسې نور ملګري هم د پېښور په نورو روغتونونو کې کار کوي. موږ ګورو چې له قبایلي ضلعو څخه خلک دلته د وړو، وړو ناروغیو لپاره علاج لپاره راځي. که هلته هر څه پوره وای نو دوی به دلته ولې راتلل؟ هلته د ماهرو ډاکترانو ډېر سخت ضرورت دی. په زرګونو ډاکترانو لوړې زده کړې کړې دي، په کار ده چې دوی ته هلته نوکرۍ ورکړل شي او د امنیت خیال یې هم وساتل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا پخواني حکومت د ۲۰۲۰ز کال په پای کې د قبايلي ضلعو په هسپتالونو کې د خلکو د درملنې چارې ځينو ناحکومتي ادارو ته سپارلې وې.

چارواکو هغه مهال ویلي ول چې ناحکومتي ادارې د یو قرارداد له مخې خلکو ته طبي خدمات ورکوي خو د دې دا معنا نه ده چې د روغتونونو بشپړ کنټرول به هم له هغوی سره وي، بلکې دواړه یې په شراکتدارۍ چلوي.

د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا په وزارت کې د قبایلي ضلعو د چارو همغږي کوونکی (کووارډینېټر) ډاکتر امتیاز شاه وايي چې د هغې سیمې روغتونونه د مالي ستونزو له وجې له درملو، عملې او نورو شیانو بې برخې دي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې په هغو روغتونونو کې د ناروغیو د تشخیص لپاره هم سامانونه نه شته. "په لېبارټریو کې د روزانه استعمال شیان نه شته. بیا د هغو ټېسټونو لپاره چې کوم سامانونه او دواګانې په کار وي، هغه هم نه شته. نورې دواګانې خو له سره نه شته. د اېکسرې مشینونه شته، خو د هغې لپاره کارېدونکي فېلمونه نه شته. د ناروغانو د بیارغولو لپاره چې د کومو بنیادي مشینونو او پکې د کارېدونکو شیانو ضرورت وي، هغه هم نه شته. دا کمښت نېغ په نېغه د ولس پر صحت اثر لري."

خو د روغتیايي چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د نګران اعلاوزیر ځانګړی استازی وایي چې شخصي ادارې د قبایلي سیمو د ۱۱ ضلعو د روغتونونو د اړتیاوو پوره کولو ذمه وارې دي.

ریاض انور د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې د قبایلي سیمو ګڼ وګړي د هغو شخصي ادارو په مرسته روغتیايي خدمات ترلاسه کوي او د مور و ماشوم او جراحۍ په برخه کې هم خدمات ښه شوي دي.

دی البته وايي، "د فنډ (پیسو) د کمښت له امله له تېرو درو میاشتو راهیسې په ځینو روغتونونو کې د خدماتو لړۍ بنده شوې ده چې اوس به بیا بحال شي."

ډاکتر انور داراز وايي چې حکومت په قبایلي ضلعو کې روغتیايي کارکوونکو او متخصصو ډاکترانو ته د زیاتې تنخا ورکولو اعلان کړی دی خو ډېری روغتیاپالان هلته ورتګ ته زړه نه ښه کوي چې له وجې یې په هغه سیمه کې د ماهرو ډاکترانو او اړوندو کارکوونکو کمښت دی.

XS
SM
MD
LG