ټرانسپورټران د تورخم دروازې د خلاصون انتظار باسي
پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې وروسته د تورخم دروازه وتړله، چې ورسره سم سوداګري ودرېده. دا مهال په مالونو بار ګڼ ټرکونه په خیبر ضلع کې ولاړ دي. ټرانسپوټران وایي د تورخم بیا بیا بندېدو سخت زیانمن کړي دي او اوس په دې انتظار ولاړ دي چې دروازه بېرته خلاصه شي او د دوی روزګار بېرته پیل شي. د وسیم سجاد ویډیویي رپورټ