په داسې حال کې چې د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت ازادې اروپا راډیو ته د هغو پیسو ورکولو د مخنیوي هڅه کړې چې کانګرس ورته په بودیجه کې ځانګړې کړې وې، په مختلفو هېوادونو کې د راډیو د بېلابېلو څانګو اورېدونکو او د ووبپاڼو لوستونکو یې په ملاتړ کې اواز پورته کړی دی او د خبریالۍ ستاینه یې کوي.
له پاکستانه تر اوکراینه، له افغانستانه تر روسیې او له ایرانه تر بېلاروسه په مختلفو ځایونو کې مېشتو اورېدونکو او لوستونکو د جګړې په لومړیو کرښو او په ځپونکې سیاسي فضا او د رسنیو لپاره په خورا مشکلو سیمو کې د ازادې اروپا راډیو د خبریالانو د زړورتیا، بې طرفۍ او پر واقعیت ولاړ ژورنالېزم ستایلی دی او د دې پر ممکنه تړل کېدو یې اندېښنې ښوولې دي.
د ازادې اروپا راډیو د ایرانۍ څانګې، چې په فردا راډیو پېژندل کېږي، یو اوسېدونکي په ټېلېګرام په پیغام کې ویلي دي چې د ایران په "یو وړوکي کلي" کې اوسي چې پکې "سیټېلایټ او باوري انټرنېټ نه شته."
هغه وايي، په داسې حالت کې فردا راډیو ورته "هیله ورکوي."
د راډیو فردا یو بل اورېدونکي پر ټولنیزو شبکو لیکلي دي چې هغه راډیو یې "د بې طرفه او مسلکي خبریالۍ له وجې د معلوماتو مهمه سرچینه ده" او زیاتوي چې بندېدل به یې ورته "ډېره سخته تمامه شي. زه هیله لرم چې هغه ورځ را نه شي."
مشال راډيو د ازادې اروپا راډيو يوه څانګه ده او مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.
د ازادې اروپا راډیو د پیسو بندولو اقدام
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر ۱۴مه په فرمان کې د اووه وفاقي ادارو د کمولو امر وکړ چې پکې د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره (یو اېس اې جي اېم) هم شامله ده چې د ازادې اروپا راډيو یې برخه ده.
د ټرمپ تر امر څو ساعته وروستیو رسنيو د يو اېس اې جي اېم خپور کړی ليک خپور کړ چې پکې راغلي چې د ازادې اروپا راډيو تمويلوونکې پیسې ختموي.
هغه خط کیري لېک لاسلیک کړی دی چې پکې د هغې له نامه سره ليکلي چې "د يو اېس اې جي اېم د سرپرست مشر لوړپوړې سلاکاره" ده او د هغه واکونه لري.
ولسمشر ټرمپ نوموړې د امریکا غږ راډیو د مشرۍ دندې ته نوموړې وه او د هغې ګومارنه باید د یو اېس اې جي اېم مشورتي بورډ تایید کړي.
تر دې وروسته ازادې اروپا راډیو د مارچ پر ۱۸مه د یو اېس اې جي اېم او د چارواکو کیري لېک او وېکټور مورالېس پرضد مقدمه دایره کړه.
د مقدمې په درخواست کې ویل شوي چې پر ازادې اروپا راډیو د کانګرس تصویب کړې پیسې بندول د امریکا د ایین او وفاقي قوانینو سرغړونه ده، ځکه چې اساسي قانون کانګرس ته د وفاقي لګښتونو د چارو ځانګړی واک ورکړی دی.
د مقدمې غوښتنلیک د پلازمېنې واشنګټن په یو ضلعي عدالت کې دایر شوی دی.
د ازادې اروپا راډیو سټیفن کېپس په بیان کې ویلي: "دا د امریکا مخالفو تبلیغاتو او سانسور ته د ځای پرېښودو نه دی. موږ باور لرو چې قانون زموږ په حق کې دی او په ټوله نړۍ کې زموږ د ادارې په ختمېدو د زورواکو خوشالي تر وخت مخکې عمل دی."
مورالېس د یو اېس اې جي اېم سرپرست مشر او لېک یې لوړپوړې سلاکاره ده.
د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره یوه خپلواکه وفاقي اداره ده چې د عامه خدماتو رسنیزې شبکې څاري.
د یو اېس اې جي اېم تر څار لاندې رسنۍ هره اونۍ د نړۍ نېږدې ۳۶۱ مېلیونه کسانو ته په شاوخوا ۵۰ ژبو خبرونه او معلومات ورکوي.
د اورېدونکو او لوستونکو غبرګونونه
ازادې اروپا راډیو ته له افغانستان او پاکستانه سلګونه اورېدونکو پیغامونه استولي او ورته یې ټېلېفونونه وکړل او د مشال راډیو او ازادۍ راډیو د برخلیک په اړه یې اندېښنه وښوده.
د ازادې راډیو یو اورېدونکي حاجي خدای بېردي په وټس ایپ په استولي پیغام کې لیکلي: "ازادي راډيو موږ ته ډېره مهمه ده. دا مو له نړۍ باخبره ساتي. زه یې شپه او ورځ په راډیو او په ټېلېفون اورم."
یوې بلې اورېدونکې صفا مهر لیکلي: "ازادي راډیو په هغو هېوادونو کې د هیلې یو څرک دی چې هېر شوي دي. د دې راډیو خپرونې د وړو کلیو اوسېدونکي له نړۍ سره نښلوي. زه په یو وړوکي کلي کې اوسم او یوازې راډیو راسره ده او د دې غږ مې اراموي. زه هیله لرم چې ستاسې د راډیو خپرونې به پیاوړې او روښانه پاتې شي."
د مشال او ازادۍ راډیوګانو یوې اورېدونکې هیلې درخواست احمدزۍ پر فېسبوک په یوه لیکنه کې ویلي دي چې دواړه راډیوګانې د خلکو د "د فکرونو روښانه کولو وسیلې" دي.
هغه وړاندې کاږي: "موږ، پښتنو مېرمنو، له دې راډیوګانو ډېر څه زده کړل. زموږ د حقونو، تعلیم، روغتیا، او نړۍ د حالاتو په اړه مو معلومات ترلاسه کړل."
د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د مشال راډیو یو بل اورېدونکي عباد الله خان هم پر فېسبوک لیکلي دي چې د مشال راډیو خبریالانو په "زړورتیا خپل کار کړی" دی او د خبریالۍ له لارې یې د "خلکو ویښولو هڅې د ستاینې" وړ دي.
د افغانستان د زابل ولایت اوسېدونکي نبي الله زابلي پر امریکايي ولسمشر ټرمپ او نورو "بانفوذه" کسانو غږ کړی چې هغوی دې خپل "اثر وکاروي" پر ازادې اروپا راډیو دې د پیسو بندولو "پرېکړې ته بیاکتنه" وکړي.
هغه لیکلي دي: "مهرباني وکړئ، خپل مېلیونونه وفادار اورېدونکي یوازې مه پرېږدئ. دا د معلوماتو څراغ بل وساتئ."
د ازادې اروپا راډیو خبریالانو په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل راهیسې د جګړې په لومړیو کرښو کې خبریالۍ ته دوام ورکړی دی.
یو لوستونکي اولېګ پروزوروف د "سیاسي ازادیو د ساتنې لپاره" د اوکراینۍ څانګې مننه کړې.
هغه پر فېسبوک لیکلي چې د ازادې اروپا راډيو اوکراینۍ څانګه د "هغې رڼا وړانګې په څېر ده چې د درواغو تیارې ختموي."
د روسۍ څانګې د ووبپاڼې لوستونکو او د خپرونو لیدونکو د پوتین په ۲۵ کلنه واکمنۍ کې په دوامداره توګه د رسنیو ازادۍ کمېدو پر مهال د ازادې اروپا راډیو د خبریالۍ ستاینه او مننه کړې ده.
یو لیدونکي د ازادې اروپا راډیو ۲۴ ساعته کرنټ ټایم ټېلېوېژن ته لیکلي دي چې په "روسیه کې اوسي" او د "کرېملېن له ناوړه پروپیګنډې" سره مخامخ دی. "د روسۍ ژبې یوازینی ټېلېوېژن چې باور ورباندې کېدای شي کرنټ ټایم دی ځکه چې بې طرفه معلومات او ډېر مستند فلمونه خپروي."
د بېلاروس یوې اوسېدونکې تاتیانا په خپل پیغام کې لیکلي چې د بېلاروسۍ څانګې ووبپاڼې په لوستو دا فکر کوي چې ازادي راډيو "د نړۍ یوازینی ځای دی چې پکې زه ځان د یو خپلواکه او اروپايي بېلاروس وګړې محسوسوم."