د ازادې اروپا راډيو مشر سټیفن کېپس ویلي چې له هغه ادارې سره مرسته بندول به په مېليونونو خلک ريښتينو معلوماتو ته له لاسرسي محرومه کړي.
نوموړي دا خبره د مارچ پر ۱۵مه تر هغې وروسته کړې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر ۱۴مه په لاسليک کړي فرمان کې د اووه وفاقي ادارو د کمولو امر وکړ.
په هغو ادارو کې يوه د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره (يو اېس اې جي اېم) هم ده چې د ازادې اروپا راډيو یې برخه ده. مشال راډيو د ازادې اروپا راډيو يوه څانګه ده.
د ولسمشر ټرمپ تر فرمان څو ساعته وروسته رسنيو د يو اېس اې جي اېم وړاندې کړی هغه ليک خپور کړ چې پکې راغلي چې د ازادې اروپا راډيو تمويلوونکی فنډ، چې کانګرس تصویب کړی دی، ختم شوی دی.
هغه خط کیري لېک لاسلیک کړی دی چې پکې د هغې له نامه سره ليکلي چې "د يو اېس اې جي اېم د سرپرست مشر لوړپوړې سلاکاره" ده او د هغه واکونه ورته ورکړل شوې دي.
ولسمشر ټرمپ نوموړې د امریکا غږ راډیو د مشرۍ دندې ته نوموړې وه او د هغې ګومارنه بهیاد د یو اېس اې جي اېم مشورتي بورډ تایید کړي.
د ازادې اروپا راډيو اجرايیوي مشر سټیفن کېپس په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د هغه فنډ لغوه کول به "د امریکا د دښمنانو لپاره یوه لویه تحفه وي."
هغه وویل: "موږ په خپل روښانه تاريخ کې د امريکا د دواړو ګوندونو - رېپبلېکن او ډېموکراټ - له ملاتړه برخمن پاتې شوي يو. له موږ پرته به په تړلو ټولنو کې اوسېدونکي، هغه نېږدې ۵۰ مېلیونه وګړي چې هره اونۍ پر موږ د کره خبرونو او معلوماتو لپاره تکیه کوي، نه شي کولی د امریکا او نړۍ په اړه ریښتیاوو ته لاسرسی ولري."
د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره يا يو اېس اې جي اېم د هغه هېواد یوه خپلواکه وفاقي اداره ده چې هره اونۍ د نړۍ نېږدې ۳۶۱ مېلیونه کسانو ته په شاوخوا ۵۰ ژبو خبرونه او معلومات ورکوي.
مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ده چې مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.