د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادې اروپا راډیو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې او د هغې چارواکو پرضد مقدمه دایره کړې


د ازادې اروپا راډیو د مرکزي دفتر د ودانۍ مخې ته د امریکا، چېک جمهوریت او راډیو بیرغونه رپېږي - د مارچ ۱۷مې انځور.
د ازادې اروپا راډیو د مرکزي دفتر د ودانۍ مخې ته د امریکا، چېک جمهوریت او راډیو بیرغونه رپېږي - د مارچ ۱۷مې انځور.

ازادې اروپا راډیو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې (یو اېس اې جي اېم) او د چارواکو کیري لېک او وېکټور مورالېس پرضد مقدمه دایره کړې ده.

ازادې اروپا راډیو د مارچ پر ۱۸مه وویل چې دا اقدام یې ورته د امریکا د وفاقي مرستو درولو د هڅې مخنیوي لپاره کړی دی.

د مقدمې په درخواست کې ویل شوي چې پر ازادې اروپا راډیو د کانګرس تصویب کړې پیسې بندول د امریکا د ایین او وفاقي قوانینو سرغړونه ده، ځکه چې اساسي قانون کانګرس ته د وفاقي لګښتونو د چارو ځانګړی واک ورکړی دی.

د مقدمې غوښتنلیک د پلازمېنې واشنګټن په یو ضلعي عدالت کې دایر شوی دی.

د ازادې اروپا راډیو سټیفن کېپس په بیان کې ویلي: "دا د امریکا مخالفو تبلیغاتو او سانسور ته د ځای پرېښودو نه دی. موږ باور لرو چې قانون زموږ په حق کې دی او په ټوله نړۍ کې زموږ د ادارې په ختمېدو د زورواکو خوشالي تر وخت مخکې عمل دی."

مورالېس د یو اېس اې جي اېم سرپرست مشر او لېک یې لوړپوړې سلاکاره ده.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر ۱۴مه په فرمان کې د اووه وفاقي ادارو د کمولو امر وکړ چې پکې د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره هم شامله ده چې د ازادې اروپا راډيو یې برخه ده.

د ټرمپ تر امر څو ساعته وروستیو رسنيو د يو اېس اې جي اېم خپور کړی ليک خپور کړ چې پکې راغلي چې د ازادې اروپا راډيو تمويلوونکې پیسې ختموي.

هغه خط کیري لېک لاسلیک کړی دی چې پکې د هغې له نامه سره ليکلي چې "د يو اېس اې جي اېم د سرپرست مشر لوړپوړې سلاکاره" ده او د هغه واکونه لري.

ولسمشر ټرمپ نوموړې د امریکا غږ راډیو د مشرۍ دندې ته نوموړې وه او د هغې ګومارنه باید د یو اېس اې جي اېم مشورتي بورډ تایید کړي.

مشال راډيو د ازادې اروپا راډيو يوه څانګه ده او مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې سیاستوالانو ویلي دي چې د ازادې اروپا راډیو د ممکنه ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

داسې اندېښنې دي چې د ادارې تړل به جمهوریت پلویو رسنیو ته یو ګوزار وي.

د چېک جمهوریت د اروپايي چارو وزیر مارتین دووژاک په برسلز (بروکسل) کې خبریالانو ته وویل چې ډېری هېوادونه تر دې دمه د ازادې اروپا راډیو د ملاتړ د نوښت ملاتړ کړی دی خو باید اروپايي ټولنه ژر ورباندې عمل وکړي ځکه چې "دا به یوه لویه تېروتنه وي چې دا ادارې ختمه شي."

د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره یوه خپلواکه وفاقي اداره ده چې د عامه خدماتو رسنیزې شبکې څاري.

د یو اېس اې جي اېم تر څار لاندې رسنۍ هره اونۍ د نړۍ نېږدې ۳۶۱ مېلیونه کسانو ته په شاوخوا ۵۰ ژبو خبرونه او معلومات ورکوي.

XS
SM
MD
LG