د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي عدالت د ازادې اروپا راډیو د خبریالې السو کورماشېوا د حراست موده غځولې ده


السو کورماشېوا د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې د روسیې په زندان کې ده - پخوانی انځور.
السو کورماشېوا د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې د روسیې په زندان کې ده - پخوانی انځور.

د روسیې په کازان ښار کې یو عدالت د ازادې اروپا راډیو د تاتار-باشکیر څانګې د خبریالې السو کورماشېوا په حراست کې د ساتلو موده د اپرېل تر پینځمې نېټې پورې غځولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۲۵مه د کورماشېوا د بند ۱۰۰ ورځې پوره شوې.

روسیو پولیسو کورماشېوا د ۲۰۲۳ز کال د ا کتوبر پر ۱۸مه نيولې وه. هغه د ازادې اروپا راډيو د تاتار-باشکير څانګې مشره خبریاله ده.

مشال راډیو هم د ازادې اروپا راډيو برخه ده او مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

د کازان د سووېڅکي ولسوالۍ عدالت د فبرورۍ پر لومړۍ تر تړلو دروازو شاته اورېدنه وکړه.

چارواکو د عدالتي فیصلې د اعلان پر مهال یوازې خبریالانو ته ودانۍ ته د داخلېدو اجازه ورکړه او هلته موجود نور کسان یې پرې نه ښوول. په روسیه کې د اتریش (اسټریا)، چېک جمهوریت او د نېدرلینډز (هالینډ) د سفارتونو استازي هم په عدالت کې موجود ول.

د کورماشېوا وکیل له عدالته وغوښتل چې د هغې حراست دې په کور کې نظربندۍ ته بدل کړي خو قاضي یې غوښتنه رد کړه.

د ازادې اروپا راډیو د مشر غبرګون

د ازادې اروپا راډیو سرپرست مشر سټیفن کپوس پر عدالتي پرېکړه خپګان ښوولی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې ویلي، "روسي چارواکي په ناسم ډول د نیول شوې السو کورماشېوا پرضد خواشینوونکی او جنايي کیمپېن ترسره کوي."

هغه ویلي دي چې نوموړې ځکه "بندي ده او ورسره غیر عادلانه چلند کېږي چې هغه امریکايي خبریاله ده" او عدالت یې په حراست کې د ساتلو "موده بیا غځولې" ده. "د نړۍ د خبریالانو، بشري حقونو سازمانونو او ډېپلوماټانو ټولنې نن له السو سره ولاړې دي. د ازادې اروپا راډیو د اروپايي ټولنې د هغو حکومتونو منندویه ده چې نن (د فبرورۍ پر لومړۍ) یې [د عدالتي] بهیر لیدلو ته خپل استازي واستول. پر دې سربېره روسیې د هغې منظمې ځورونې ته دوام ورکړی دی."

نوموړي ویلي دي چې روسیه د السو "د برخلیک مسوولیت په غاړه لري" او زیاته کړې یې ده چې هغه باید "سمدستي خوشې" او خپلې کورنۍ ته ستنېدو ته پرېښوول شي.

السو کورماشېوا په کازان کې د عدالتي اورېدنې پر مهال - د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر لومړۍ نېټې انځور.
السو کورماشېوا په کازان کې د عدالتي اورېدنې پر مهال - د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر لومړۍ نېټې انځور.

پر کورماشېوا تور دی چې د روسیې حکومت ته یې د "یوې بهرنۍ اېجنټې" په توګه د ځان ثبتولو لپاره غوښتنلیک نه وو ورکړې او د روسیې د پوځ په اړه یې "درواغ" خپاره کړي دي. خو هغه دا دواړه تورونه بې بنیاده بولي.

کورماشېوا د روسیې د تاتارستان سیمې ده خو کورنۍ یې په پراګ کې اوسي. هغه د خپلې ناروغه مور پوښتنې لپاره تاتارستان ته تللې وه چې پولیسو ونيوله. د هغې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین په يو بیان کې په خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه بې اساسه او د هغې د ګرفتارۍ لپاره "بهانې" ګڼلي او ويلي‌ يې دي چې هغه ځکه نيول شوي چې "خبریاله او امريکايۍ" ده.

نوموړي هیله ښوولې چې د هېچا ماشومان دې داسې نه شي‌ چې مور یې د سیاسي بندیوانې په توګه له کوره ليرې په زندان کې وي.

د کورماشېوا وکيلانو، کورنۍ، ازادې اروپا راډيو او د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکو ګڼو ادارو ويلي‌ چې په دې کې هېڅ شک نه شته چې هغې ته د "خبریالۍ سزا" ورکول کېږي. د روسیې په قانون کې پر هغې د لګول شوي لومړي تور لپاره د پینځو او د دویم لپاره د ۱۰ کلونو د بند سزا ده.

کورماشېوا په وروستیو کې له زندانه خپلې کورنۍ ته په استولي يو ليک کې ويلي چې خپلوان، همکاران او نور خلک ورته زندان ته ليکونه او د ډاډ پېغامونه لېږدوي. نوموړې زیاته کړې چې هغه ليکونه ژر نه وررسېږي خو بیا یې هم لوستل ورته توان ورکوي.

کورماشېوا د امریکا او روسیې تابعیتونه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وېدانت پټېل د جنورۍ پر ۲۴مه خبري غونډې ته ویلي ول چې هڅه کوي چې روسی حکومت یې په مسکو کې د سفارت کارکوونکو ته له نوموړې سره د لیدو اجازه ورکړي.

روسیې تر اوسه د امریکايي سفارت کارکوونکو ته له نوموړې سره لیدو اجازه نه ده ورکړې خو له خپلې کورنۍ سره د ليکونو له لارې د اړیکو ساتلو اجازه لري البته په کازان کې یې د زندان چارواکی لومړی لیکونه ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG