پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا د بنو پولیسو د تحریک د وژل شوي مخکښ ګیله من وزیر ورور او د تره زوی نیولي دي.
د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د نومبر پر ۱۹مه پر خپله فېسبوک پاڼه د غندنې په ترڅ کې ليکلي چې عرفات پښتين او حاضر خان د بنو په عدالت کې تر وړاندې کېدو وروسته نيول شوي دي.
پښتین په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړی خو د عرفات پښتين د کورنۍ يو غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د نومبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې پر هغو دواړو تور وو چې د ګيله من وزير په وژنه یې پر تورن کس ازاد داوړ حمله کړې ده. خو د هغه په وينا، دا بې بنیاده دعوه ده او کورنۍ یې پر ازاد داوړ هېڅ برید نه دی کړی.
پولیسو او د داوړ کورنۍ لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
منظور پښتين په خپله ليکنه کې د پاکستان پر ریاست تور پورې کړی چې د ګيله من وزير د قاتلانو د نيولو پر ځای د هغه د کورنۍ غړي نيول کېږي او "د پښتنو خيرخواه لادرکه" کوي.
د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ويلي خو له څه باندې یو کال راهیسې یې پر پي ټي اېم د ریاست پر ضد د خلکو د پارولو په تور بندیز لګولی. پي ټي اېم او د بشري حقونو نړیوالو ادارو هغه بندیز غندلی دی.
شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، ګيله من وزير د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۱مه په اسلام اباد کې ووژل شول.
د هغه کورنۍ د نوموړي د وژنې تور د جایدادونو پر يو کاروباري ازاد داوړ او د هغه په ملګرو پورې کړ خو پولیسو لا نوموړی یا کوم بل څوک د وزیر د وژنې په تړاو نه دي نیولي.
البته د اسلام اباد پولیسو پر وزیر د برید مقدمه دایره کړې وه او چارواکو ویلي ول چې پر هغه حمله د "ذاتي دښمنۍ" پر اساس شوې وه خو غورځنګ او د وزیر کورنۍ د پولیسو دا دعوه رد کړې وه.