د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) راپور ورکوي چې د افغانانو یوه بله ډله له پاکستانه جرمني ته تللې ده.
اژانس وايي، برلېن د هغو افغانانو په جرمني کې د مېشتېدو غوښتنليکونه منلي دي.
دا سږ کال په مې کې په جرمني کې د حکومت تر بدلېدو وروسته د افغانانو شپږمه ډله ده چې له پاکستانه هغه هېواد ته تللې ده.
ډي پي اې په اسلام اباد هوايي ډګر کې د خپل خبریال په حواله لیکلي چې د نومبر ۲۰مې په پرواز کې ۵۲ افغانان سپاره ول چې یوه ډله یې په هانوور او بله یې برلېن ته ځي.
د جرمني نوي حکومت تراوسه پورې یوازې هغو افغانانو ته ورتګ اجازه ورکړې ده چې په هغه هېواد کې يې د مېشتېدو لپاره د پیل شوي پروګرام لاندې منظوري ترلاسه کړې او د قانوني بهیر له لارې یې ویزې ترلاسه کړې دي.
اژانس زیاتوي چې شاوخوا ۱،۹۰۰ افغانان له میاشتو یا کلونو راهیسې جرمني ته د تګ په انتظار په اسلام اباد کې ایسار دي.
په داسې حال کې چې پاکستان د سېپټېمبر له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو د ستنولو بهیر ته دوام ورکړی دی داسې اندېښنې دي چې اسلام اباد ښايي غربي هېوادونو ته د تګ منتظر افغانان هم وباسي.
د جرمني په ګډون یوشمېر غربي هېوادونو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له خطر سره مخامخ لسګونه زره افغانان خپلو ملکونو ته لېږدولي دي.