د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د دیال سېنګ د وژنې پرضد مظاهره شوې ده


په پېښور کې مظاهرچیانو د دیال سېنګ په یاد کې شمعې بلې کړې - د اپرېل اتمې انځور.
په پېښور کې مظاهرچیانو د دیال سېنګ په یاد کې شمعې بلې کړې - د اپرېل اتمې انځور.

په پېښور کې د "هنري ټولنې" په نوم د موسیقي، هنر او تعلیمي چارو ناحکومتي سازمان غړو او مشرانو د يو سېک د وژنې پرضد د مظاهره کړې او له حکومته یې غوښتي چې د لږکیو ژوند دې خوندي کړي.

مظاهرچیان د اپرېل پر اتمه د پېښور د خبریالانو مرکز مخې ته ورغونډ شوي ول، د حکیم دیال سېنګ په یاد کې یې شمعې بلې کړې او د امن په حق کې یې شعارونه ورکړل.

د مظاهري ګډونوالو د سېنګ وژنه وغندله او پر حکومت یې غږ وکړ چې د روانې ناامنۍ مخه دې ونیسي.

حکیم ديال سېنګ موټرسايکل سپرو وسلوالو د مارچ پر ۳۱مه د پېښور په دير کالونۍ کې په خپل دوکان کې ویشتلی وو.

د رسنیو په وینا، د هغه برید ذمه واري اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې منلې وه.

د پېښور مظاهرې يو ګډونوال او د هنري ټولنې مشر راشد خان مشال راډيو ته وويل چې د ديال سېنګ کورنۍ لپاره انصاف غواړي. "حالات ډېر زيات خراب دي. موږ پر دې پېښه ډېر خفه يو. موږ له رياستي ادارو غوښتنه کوو چې د دې مخنيوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي. موږ دلته امن غواړو. دلته چې هر څوک ژوند کوي، حفاظت یې غواړو."

بلخوا د پېښور د رحمان بابا تاڼې یوه چارواکي مشال راډیو ته ويلي ول، "د ترهګرۍ ضد قانون" او تعزیرات پاکستان (د پاکستان مجازاتو قانون) د قتل له مادې (۳۰۲ دفعه) سره سم یې د "نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه درج" کړې ده او د پېښې پلټنې کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د سېکانو يو مشر، رادېش سېنګ ټوني چې په ۲۰۲۰ز کال کې یې د ورپېښو خطرونو له وجې پاکستان پرېښود، وايي، په هغه هېواد کې د لږکيو ژوند خوندي نه دی.

هغه د اپريل پر دویمه مشال راډيو ته ویلي ول چې د نوموړي له ټولو کړيو شمېرو سره سم، دیال سېنګ له ۲۰۱۳ز کال راهیسې ۲۹م سیک وو چې ووژل شو.

تر سېنګ یوه ورځ وروسته د اپرېل پر لومړۍ نېټه په پېښور کې یو عیسوی وګړی هم وژل شوی وو. کاشف مسیح په داسې حال کې وسلوالو وواژه چې عیسویانو د پېښور په ګډون په ټوله نړۍ کې د ایسټر په نوم د اختر تیاری کاوه.

هغه مهال د پاکستان بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) پر حکومت غږ کړی وو چې د مذهبي لږکيو ژوند دې خوندي کړي. د کمېشن مرستیال مشر اکبر خان د اپرېل پر دویمه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان مذهبي لږکيو ژوند له خطر سره مخامخ دی. "سیکان، هندوان، شیعه ګان، عیسویان، قادیانیان او نور لږکي ښکاره اوسي نو د ریاست ذمه واري ده چې د دوي د امنيت لپاره ځانګړي اقدامات وکړي. دوی باید د مينې او يووالي په ماحول کې ژوند وکړي او ځانونه خوندي احساس کړي."

حکومتي چارواکو د ديال سېنګ او کاشف مسيح تر وژل کېدو وروسته ويلي ول چې د هغوی له کورنیو سره یې مالي‌ مرسته کړې ده. د صوبې نګران وزير اعلا محمد اعظم خان دفتر رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي ول چې په هغو پېښو خفه دی او پولیسو ته یې د ککړو کسانو د نیولو هدایات ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG