د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي پر کور برید شوی


پولیس وايي، برید د نومبر پر ۲۷مه شپې مهال د انور زېب خان پر حجره شوی دی.
پولیس وايي، برید د نومبر پر ۲۷مه شپې مهال د انور زېب خان پر حجره شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ پولیس وايي، په صوبايي اسمبلۍ کې د هغې ضلعې د استازي غړي انور زېب خان پر کور د لاسي بم په برید کې یو تن ټپي شوی دی.

د باجوړ پولیسو په یو بیان کې ویلي چې د نومبر پر ۲۷مه شپې شاوخوا ۱۰ نیمې بجې د انور زېب خان پر حجره د لاسي بم برید شوی دی چې پکې د نوموړي یو ملازم زخمي شوی دی.

پولیس وايي، ژوبل کس یې د باجوړ ضلعي روغتون ته لېږدولی دی.

خو انور زېب خان تر پېښې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه په ویډیويي پیغام کې ویلي چې پر حجره یې له "بې پیلوټې الوتکې" بم غورځول شوی دی چې پکې یې یوازې یو شخصي ملازم زېر محمد ټپي شوی دی.

نوموړي برید غندلی او ویلي یې دي چې نه پوهېږي حمله چا کړې ده.

د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

انور زېب خان په بیان کې ویلي، د پېښې تر تحقیقاتو وروسته د سیمې د ولس یوه غټه جرګه کوي. نوموړي د خیبر پښتونخوا پر اعلا وزیر سهېل اپرېدي غږ کړی چې د برید پلټنې دې وکړي.

انور زېب خان د باجوړ په راغه ګانو (راغګانو) کی اوسي او په صوبه کې د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند یو سیاستوال دی. نوموړی تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر هم پاتې شوی دی.

انور زېب خان د باجوړ ولسي جرګی فعال غړی هم دی او په تېرو ولسي پاڅونونو، جلسو او مظاهرو کې یې فعال کردار لوبولی دی.

په هغو غونډو کې زیاتره وخت د ناامنۍ پرضد غږ پورته کېږي او د پاکستان امنیتي ادارې له دې کبله تر پوښتنې لاندې راځي چې د پاڅونوالو په وینا، ولې د باجوړ په ګډون نورو سیمو کې امن نه شي ساتلای.

هغوی امنیتي او جاسوسي ادارې په دې تورنوي چې یا خو د وسلوالو پرضد ناکامه دي او یا یې هم د وسلوالې پر فعالیتونو سترګې پټې کړې دي.

د پاکستان حکومتي او امنیتي ادارې تل دا ډول تورونه ردوي او وايي چې دوی د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي او په سیمه کې امنیت ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG