د خيبر پښتونخوا پوليس وايي چې په کرک، بنو او لکي مروتو کې وسلوالو درې کسان وژلي او د بانک يو کارکوونکی يې تښتولی دی.
د لکي مروتو د پولیسو ویاند شاهد خان مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو د غزني خېلو تاڼې په حدودو کې يو پولیس سرتېری وواژه او وروسته وتښتېدل.
نوموړي زياته کړه پوليس سرتېری تر ورځنۍ دندې وروسته کور ته پر لاره وو، چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو ډزې ورباندې وکړې.
بلخوا د کرک پولیسو رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ويلي دي چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په داود شاه بانډه کې پر ګاډي ډزې وکړې او د پوليسو يو پخوانی سرتېری یې د هغه له ملګري سره يو ځای وواژه.
داراز، د بنو پوليس وايي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۶مه د ځايي نيشنل بانک يو کارکوونکی تښتولی دی. پولیس زياتوي چې د هغه د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي، خو لا معلومه نه ده چې وسلوالو چيرته وړی دی.
د درېواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، د صوبې په جنوبي ضلعو کې امنیتي وضعیت خراب دی او په تېرو دوو کلونو کې پکې په بریدونو کې ګڼو پولیسو، امنیتي سرتېرو، سرکاري کارکوونکو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
له دې پرته هلته د تښتونو پېښې هم کېږي. د جنورۍ پر ۱۴مه په ټانک کې وسلوالو یو مرستیال انجینر وتښتاوه خو تر اوسه یې د تښتونې ذمه واري چا نه ده منلې. له دې پرته، په وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو په لکي مروتو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۶ کارکوونکي وتښتول چې ورڅخه یې اته خوشې شوي، خو نور لا هم د وسلوالو په ولکه کې دي.
چارواکي وايي چې د هغوی د ازادولو هڅه کوي خو ټي ټي پي وايي چې حکومت دې د کارکوونکو په بدل کې د هغې وسلوالې ډلې بندي غړي خوشې کړي.