د پښتون قامي جرګې استازو د کورمې په سده او پاړه چینار کې له سني او شیعه مشرانو سره د سیمې پر امنیت او دایمي اوربند خبرې کړې دي.
د هغې جرګې استازي په اکتوبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو د امنیت او نورو ستونزو د هواري لپاره د درې ورځنۍ پراخې جرګې پر مهال غوره شوي ول. د پښتون قامي جرګې په دندو کې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم د شوې ناستې د پرېکړو عملي کول او د پښتنو د لویو ستونزو د هواري لارې چارې لټول شامل دي.
د جرګې استازي د ډېسېمبر پر پینځمه لومړی سدې ته ورغلل او هلته یې له ځايي ولسي مشرانو سره په سیمه کې پر دایمي اوربند خبرې وکړې. تر دې وروسته چې هغوی پاړه چینار ته ورسېدل نو ځايي خلکو او مشرانو یې دروند هرکلی وکړ.
د پښتون قامي جرګې یو مخکښ غړي ملک نصیر احمد کوکیخېل په خپله وینا کې وویل، لومړی غواړي چې دواړه خواوې دایمي اوربند وکړي او بیا له هغوی سره د خبرو اترو له لارې د نورو کشالو حل پیدا کړي. "موږ لومړی د اوربند او د لارو د پرانیستو خبره کوو چې دا وشي نو بیا پر شویو مالي او ځاني تاوانونو هم سره غږېږو او د دې مسلې د مستقل (دایمي) حل لټولو هڅه کوو."
د جرګې استازي د ډېسېمبر پر درېیمه تر خونړیو نښتو وروسته کورمې ته ورسېدل. د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب په سیمه کې اوربند وشو، خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دي خلاصې شوې.
دا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون ټول ۱۲۴ کسان ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.