د کورمې ځايي ولس وايي د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ جګړه درېدلې ده خو لارې لا هم نه دې خلاصې شوي.
د پاړه چینار یو مشر جلال حسین بنګښ د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د لارو بندېدو له امله نه يوازې په روغتونونو کې د دوایانو کمبوت دی بلکې ځايي ولس د خوراکي توکو او تېلو له کمښت سره هم مخامخ دی. هغه غوښتنه وکړه چې د کورمې شخړې دې ختمې او لارې دې پرانیستل شي.
خو د اورکزیو یو مشر حاجي عزت ګل مشال راډيو ته ويلي چې په هنګو کې شیعه او سني مشرانو په يوه جرګه کې د لارو پر خلاصولو اتفاق کړی دی. د هغه په وينا، کوښښ روان دی چې ټولې لارې ژر پرانیستل شي.
دا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون ټول ۱۲۴ کسان ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.
د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب د کورمې انتظامیې د شيعه ګانو او سنيانوترمينځ اوربند اعلان کړ.
د پښتون قامي جرګې استازي هم د شيعه او سني وګړيو ترمينځ د شخړې د حل لپاره د ډېسېمبر پر درېيمه کورمې ته ورغلل او د ډېسېمبر پر پينځمه له دواړو خواوو سره خبرې کوي.
د هغې جرګې یو استازي عبدالحمید خان شېراني مشال راډيو ته وويل، دوی "اول د شيعه او سني کليو ترمینځ دايمي اوربند کوي او بیا به ګوري چې د اصلي شخړې څنګه حل شي." نوموړي هیله وښوده چې دواړه غاړې به جنګبندۍ ته ژمنې پاتې شي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.