د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په باجوړ او بنو کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې" د ۲۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۸مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې عملیات یې د نومبر پر ۱۶مه او ۱۷مه کړي دي.
بیان وايي، په باجوړ کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۱ مشکوک وسلوال ووژل چې پکې د هغوی د ډلې مشر "سجاد" چې د "ابو ذر" په نوم پېژندل کېږي، هم شامل وو.
پوځ داراز، په بنو کې هم د عملیاتو پر مهال د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
ای اېس پي ار دا نه دي ویلي چې عملیات یې د باجوړ او بنو په کومو برخو کې کړي دي او په نښتو کې یې سرتېرو ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه هم څه نه دي ویلي.
پوځ البته وژل شوي ټول کسان "د هند" ملاتړ لرونکي "خوارج" بللي دي.
پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، حافظ ګل بهادر او بلوڅ بېلتونپالو ډلو ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.
ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې لا د پوځ د بیان په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.
نوي دلي هم لا د پوځ د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کړی دی چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي چې په هند او د نوي دلي تر واک لاندې جمو او کشمیر کې حملې کوي خو اسلام اباد دا تور ردوي.
له څلورو کلونو راهیسې د باجوړ او بنو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د نومبر پر ۱۵مه د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سجاد خان له خبریالانو سره په خبرو کې له ځايي امن لښکر سره په ګډو عملیاتو کې د اووه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.
تر دې دوه ورځې مخکې د کواټ (کوهاټ) پولیسو د یوې نښتې پر مهال د درې مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.