پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) پر پولیسو تور پورې کړی دی چې د ګوند د رهبر عمران خان پر خویندو یې تشدد کړی دی.
ګوند د نومبر پر ۱۸مه په خبرپاڼه کې ویلي چې د عمران خان خویندو علیمې خان، عظما خان او نورین نیازۍ غوښتل د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې له خپل ورور سره وویني، خو چارواکو ورته اجازه ور نه کړه نو هغوی احتجاج پیل کړ.
د بیان له مخې، پولیسو د عمران خان پر خویندو اوبه وشیندلې او تشدد یې پرې وکړ.
بیان وړاندې کاږي، پولیسو د تحریک انصاف ګوند پر نورو مشرانو هم تشدد کړی دی چې پکې د خیبر پښتونخوا د کابینې وزیر مینا خان اپرېدی او د قامي اسمبلۍ غړی شاهد خټک هم شامل دي او د ګوند یوشمېر پلویان پولیسو له ځان سره بیولي هم دي.
خو د راولپېنډۍ پولیسو د نومبر پر ۱۸مه رسنیو ته ویلي دي چې د عمران خان پر خویندو او نورو یې هېڅ ډول تشدد نه دی کړی البته مظاهرچیان یې له سړکه منتشر کړي دي.
عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې ونیول شو چې تر اوسه د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پر وړاندې یې دایرې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.