د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې ۲ مېلیونه افغانان اخراج کړي دي


یوشمېر افغانان د هرات په اسلام کلا کې له ایراني بسه تر کوزېدو وروسته د کورونو پر لوري روان دي - د جولای ۲۴مې انځور.
یوشمېر افغانان د هرات په اسلام کلا کې له ایراني بسه تر کوزېدو وروسته د کورونو پر لوري روان دي - د جولای ۲۴مې انځور.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي، ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې دوه مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

حکومتي چارواکو د جولای پر ۳۰مه په کابل کې د خپلو "یو کلنو لاس ته راوړنو" په اړه خبري غونډې ته وویل چې په تېرو درو میاشتو کې ایران شاوخوا ۱.۸ مېلیونه افغانان "په جبري توګه اخراج" کړي دي.

دوی وویل، پاکستان روان کال شاوخوا "۱۹۰،۰۰۰" افغانان ایستلي دي او ترکیې په تېر یو کال کې ۵،۱۳۶ افغانان هېواد ته لېږدولي دي.

د طالبانو د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت چارواکو داراز وویل چې د تېر یو کال په موده کې ۹،۹۰۱ افغانان د ایران او پاکستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو حکومت د روان کال په مارچ کې ویلي ول چې لا هم شاوخوا ۱۰،۵۰۰ افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي.

د کډوالو او ورستنېدونکو د چارواکو په خبره، له کورنیو او نړیوالو ادارو سره د "۱۲۵ تفاهملیکونو" په لاسلیکولو د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره "څه باندې ۷۸ مېلیونه ډالره مرسته" جذب کړې.

د طالبانو حکومتي چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې ملګرو ملتونو پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې له خطر سره مخامخ افغانان دې نه ستنوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د جولای پر ۲۴مه په ګډ راپور کې ویلي دي چې له نورو هېوادونو څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړل شوي افغانان د "ځورولو، خپلسري بندي کېدو او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې" په څېر له خطرونو سره مخامخېدای شي.

راپور له ۴۹ کسانو سره د مرکې پر بنسټ جوړ شوی او پکې ښځې او نجونه، د پخواني حکومت کارکوونکي او د امنیتي ځواکونو غړي، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان تر ټولو زیات زیان پذیره بلل شوي دي.

راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو مشر فولکر ترک له خولې ویلي، هېڅوک باید یو داسې هېواد ته و نه لېږدول شي چې پکې د خپل هویت یا پخواني شخصي ژوند له وجې د ځورونې له خطر سره مخامخ وي.

په لواړګي کې یوه افغانه کورنۍ هېواد ته تر ستنېدو مخکې د نوملیکنې له مرکز سره انتظار باسي - د اپرېل ۱۹مې انځور.
په لواړګي کې یوه افغانه کورنۍ هېواد ته تر ستنېدو مخکې د نوملیکنې له مرکز سره انتظار باسي - د اپرېل ۱۹مې انځور.

پاکستان او ایران د روان کال له پسرلي راهیسې د افغانانو جبري لېږد ته زور ورکړی دی.

د دې تر څنګ جرمني هم په "جرمونو کې د ککړتیا" پر اساس لسګونه افغانان د طالبانو تر واک لاندې هېواد ته استولي او داراز، په امریکا کې هم د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې د لسګونه زره افغانانو د موقت خوندیتوب وضعیت پای ته رسولی او د هغوی افغانستان ته د لېږد خطر زېږېدلی دی.

له دې پرته، په تاجکستان کې پرتو یوشمېر افغانانو هم د جولای پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې چارواکو ورته شفاهي (زباني) وینا کړې چې په ۱۵ ورځو کې دې له هغه هېواده وځي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې زرګونه افغانان هلته ورغلل چې ډېری یې بل کوم هېواد ته د تګ په انتظار دي.

په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له ایرانه د افغانانو ستنولو پر بهیر انتقاد وکړ.

نوموړي د جولای پر ۲۰مه په کابل کې د ډېپلوماسۍ له انسټېټیوټه د ډېپلوماټانو د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل، افغانان په "ډېر شدت" ایستل کېږي او "په داسې حالت کې چې امادګي موجوده نه وي،" دا عمل خورا "ځوروونکی" دی.

متقي زیاته کړه، افغانانو "نورو هېوادونو ته له مجبورۍ" ورغلي دي او خپل هېواد ته به ستنېږي، خو دا کار باید "په بې عزت شکل" و نه شي.

تهران تر دې مخکې ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او زیاتوي چې هغوی په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.

له جون راهیسې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شول او په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي.

تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

XS
SM
MD
LG