د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ پر ضد نوې تګلاره اعلان کړې ده


په بنو کې پولیس سرتېري پر سړک پهره کوي - پخوانی انځور.
په بنو کې پولیس سرتېري پر سړک پهره کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د نوې تګلاره (ایکشن پلان) منظور کړی دی.

صوبايي حکومت د مارچ پر ۲۵مې د ترهګرۍ پرضد ۸۴ نکاتي پلان وړاندې کړ چې له مخې یې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې به زیات واک له ملکي ادارو سره وي او په دې برخه کې به ضلعي انتظامیې، پولیس او غیر پوځي ادارې لومړی رول ترسره کوي.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د مطبوعاتي چارو مرستیال زرولي له مشال راډیو سره د پلان اجنډا شریکه کړې چې پکې راغلي، له روانې میاشتې څخه به پولیسو کې د نویو سرتېرو ګومارلو او د هغوی د روزنې بهیر پیل شي. حکومت داراز وايي چې پولیسو ته نوې وسلې هم ورکوي.

د پلان له مخې، حکومت به د ترهګرۍ ضد قانون په سختۍ عملي کوي او د ناامنۍ د مخنیوي په برخه کې به د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډ او نورو اسنادو له ادارې (نادرا) څخه هم مرسته ترلاسه کوي چې د مشکوکو وسلوالو او د هغوی د ملاتړیو په اړه معلومات غونډ کړي.

د پاکستان پخواني حکومت د ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر خونړي برید وروسته په ۲۰۱۵ز کال کې د ترهګرۍ ضد ملي تګلاره جوړه کړې وه او په تېرو کلونو کې یې په بیا بیا د بشپړ عملي کولو هوډ ښوولی دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت تازه تګلاره پر داسې مهال جوړه کړې چې په هغه صوبه کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG