د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ۱۹ کسیزه وفاقي کابینې د خپلو دندو لوړه کړې ده


ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۱۰مه د خپلې دندې لوړه وکړه.
ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۱۰مه د خپلې دندې لوړه وکړه.

د پاکستان نوي ولسمشر اصف علي زرداري ۱۹ کسیزه وفاقي کابینې ته د خپلو دندو سوګند ورکړی دی.

د مارچ پر ۱۱مه د ولسمشر په ماڼۍ کې د نویو وزیرانو د سوګند غونډه وشوه چې پکې د وزیراعظم شهباز شریف په ګډون یوشمېر لوړپوړو چارواکو او سیاستوالانو ګډون وکړ.

شریف د مارچ پر ۱۱مه ولسمشر زرداري ته د کابینې لپاره د ۱۹ کسانو نومونه استولي ول.

د پاکستان په نوې کابینه کې خواجه محمد اصف، اسحاق ډار، احسن اقبال، اعظم نذیر تارړ، چودري سالک حسین، رانا تنویر حسین، عبدالعلیم خان، جام کمال خان، امیر مقام، سردار اویس احمد خان لغاري، عطا الله تارړ، ډاکتر خالد مقبول صدیقي، قیصر احمد شیخ، احمد خان چیمه، سید محسن نقوي، محمد اورنګزېب، مصدق ملک، میا ریاض حسین پیرزاده وفاقي وزیران او شېزه فاطمه خواجه د دولت یا مملکت د وزیرې په توګه شامله ده.

پاکستان پیپلز ګوند، چې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د اېتلاف ملګرتیا کوي، په وفاقي کابینې کې له شاملېدو انکار کړی دی.

جیو نیوز ټېلېوېژن وايي چې وزیراعظم شهباز شریف د مارچ ۱۱مې پر ماښام د نوې کابینې غونډه وربللې ده.

XS
SM
MD
LG