پولیس وايي، د "مروت بېټني اتحاد" په نوم د ټولنې مشر انعام الله مروت په لکي مروتو کې له چاودنې روغ وتلی دی خو یو ساتونکی یې وژل شوی او بل ژوبل دی.
پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، مروت د جولای پر ۱۳مه ماښام مهال تر یوې غونډې وروسته روان وو چې د ګاډو قافله یې د رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شوه.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي مقدمه یې دایره کړې او پلټنې یې پیل کړی دی.
مروت چې د ګوړوبي په نوم پېژندل کېږي له څه باندې یو نیم کال راهیسې په سیمه کې د ناامنۍ پرضد او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ولسي غونډې او احتجاجونه کوي، د "مروت بېټني اتحاد" په نوم د یوې ناحکومتي ټولنې مشر دی او تر دې مخکې هم ورباندې وسلوالو حمله کړې وه.
نوموړي تر برید وروسته پر ټولنیزو شبکو په بیان کې پر وسلوالو او امنیتي ادارې نیوکې وکړې او و یې ویل، "موږ به د پښتون له خاورې دهشتګردي (ترهګري) ختموو. دا دهشتګردي که پر ما پوځي مسلطوي او که طالب یې مسلطوي انشاالله مقابله به یې کوو."
په لکي مروتو کې دا پېښه تر هغې څو ورځې وروسته شوې چې وسلوالو د جولای پر ۱۰مه په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب وواژه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
تر دې وروسته د جولای پر ۱۳مه زرګونه خلکو په باجوړ کې د ناامنۍ ضد ولسي غونډه وکړه او له حکومته یې سمدستي د امن پر ځای کولو غوښتنه وکړه.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې چې پرضد یې ګوندونو، فعالانو، کاروباریانو او ولسي وګړو لویې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.