کراچۍ کې د باجوړ "امن پاڅون" په ملاتړ احتجاجي لاریون شوی دی
په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب د وژنې پرضد او د باجوړ د "امن پاڅون" په ملاتړ په کراچۍ کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج شوی دی. د جولای ۱۳مې د احتجاج ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې په باجوړ، خیبر، شمالي او جنوبي وزیرستان، سوات او نورو ضلعو کې دې د امنیت لپاره سمدستي اقدامات وکړي او د پښتنو سیاستوالانو او مشرانو د وژنو مخه دې ونیسي. مولانا خانزېب د جولای پر ۱۰مه په خار کې له خپل یو ساتونکي سره یو ځای په وسلوال برید کې ووژل شو. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، څوک چې وسله کاروي، حکومت یې پر ضد جنګېږي او که څوک سیاسي جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی. ویډیويي رپورټ.