د اطلاعاتي چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار او د صوبايي حکومت ویاند وايي، هغه ډلې چې وسله کاروي، حکومت یې پر ضد جنګېږي او که څوک سیاسي جوړجاړي ته غاړه ږدي نو ورسره جرګو او مذاکراتو ته هم تیار دی.
محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه د سوات د مینګورې د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې که یو څوک وسله کاروي او حملې کوي نو له حکومت سره یې پر وړاندې له جنګېدو پرته بله لاره نه شته.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د جولای پر ۱۰مه د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب په باجوړ کې په وسلوال برید کې ووژل شو. د هغه د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
داراز، د روانې میاشتې په پیل کې د باجوړ په مرکز ښار کې یوې بمي چاودنې د ناوګۍ تحصیل د انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) فیصل اسماعیل په ګډون پینځه تنه ووژل او یوشمېر ژوبل شول. د هغې چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.
له دې پرته د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې هم امنیتي وضع خرابه ده چې پرضد یې ګوندونو، فعالانو او ولسي وګړو پراخې مظاهرې کولې.
سیف چې خبري غونډې ته وینا کوله نو هم هغه وخت په باجوړ کې د مولانا خانزېب د وژنې او ناامنۍ پرضد "امن پاڅون" روان وو او هممهاله په کراچۍ کې هم پښتنو په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد مظاهره وکړه.
نوموړي یو ځل بیا دعوه وکړه چې وفاقي حکومت صوبې ته د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره کافي پیسې او وسایل نه ورکوي. دا هغه تور دی چې وفاقي حکومت په بیا بیا رد کړی دی او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې ویلي ول چې د ۱۸م اییني ترمیم له مخې د امنیت ټینګښت د صوبايي حکومت ذمه واري ده.
البته د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد مبارزې ته ژمن دي او پر وړاندې یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.