د بلوچستان حکومت په موقتي ډول له کوټې د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ځنډولی دی.
په کوټه کې د اورګاډو چارواکو د جولای پر نهمه په یو بیان کې ویلې دي چې دا بندیز د دوو ورځو لپاره دی او د جولای له ۱۱مې به اورګاډي بېرته د پخوا په څېر فعالیت پيل کړي.
مشال راډیو د بلوچستان د حکومت له ویاند شاهد رنده د اورګاډو د خدمتونو د ځنډېدو د علت په اړه وپوښتل خو هغه له ځواب ورکولو ډډه وکړه. البته ځینو ازادو سرچینو مشال راډیو ته وویل، حکومت دا اقدام د امنیتي ګواښونو له وجې کړی دی.
سرچینو په دې اړه نور معلومات ور نه کړل خو د روان کال په مارچ کې وسلوالو په بلوچستان کې پر یو مساپر لېږدوونکي اورګاډي برید کړی وو.
د مارچ پر ۱۱مه د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) وسلوالو له کوټې څخه د لاهور پر لاره پېښور ته تلونکی جعفر اېکسپرېس اورګاډی د بلوچستان په بولان کې محاصره کړی وو او دعوه يې کړې وه چې تر ۲۰۰ زيات استخباراتي کارکوونکي او امنيتي سرتېري يې يرغمل کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې تر ۱۰۰ زيات ولسي وګړي خوشې کړي دي.
هغې ډلې د لسګونه استخباراتي کارکوونکو د وژلو دعوه هم کړې وه. خو د پاکستان د پوځ ویاند لېفټینېنټ جنرال احمد شریف چودري د مارچ پر ۱۲مه ناوخته له پاکستانيو رسنيو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې وسلوالو ۲۱ مساپر او د ملېشې ځواک څلور سرتېري وژلي ول.
د پاکستان پوځ د اورګاډي د خلاصولو لپاره د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول او ورته یې د مرګژوبلې اړولو دعوه کړې وه.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په پاکستان، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا او بلوچستان، کې ناامني زیاته شوې ده. په دواړو صوبو کې د بي اېل اې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې وخت پر وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو د حملو ذمه واري مني.