د بلوچستان په درو برخو کې پر ګاډو او لاریو د وسلوالو په حملو کې نهه تنه وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دا پېښې د جولای پر ۱۰مه په ژوب، قلات او مستونګ کې شوې دي.
د بوري (لورالايي) د لېویز ځواک یو چارواکي د جولای پر ۱۰مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې په سره ټاکۍ سیمه کې وسلوالو مساپر لېږدوونکي بسونه ودرول او ځینې کسان یې ووژل.
ده وویل چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
څو ساعته وروسته د ژوب مرستیال کمېشنر نوید احمد هم رسنیو ته د نهو کسانو وژنه تایید کړه.
نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو پر ټولنیزو رسنیو د یو بس چلوونکي او د یو مساپر ویډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې هغوی د پېښې حال وايي.
د بس ډرېور، چې نوم یې نه دی ښوولی، وايي، وسلوالو دوه تنه د هغه له ګاډي او اووه تنه یې له بل بسه ښکته کړل او و یې وژل.
داراز، یو مساپر چې نوم یې نه دی اخیستی هم ویلي دي چې درې وسلوال یې بس ته وروختل، د ټولو مساپرو شناختي کارډونه یې ولیدل، د پنجاب اوسېدونکي یې ښکته کړل او بیا یې لږ ساعت وروسته د ډزو اوازونه واورېدل.
مشال راډیو په خپلواکه توګه پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو ویډیوګانو کره والی نه شي تاییدولای.
په همدې حال کې د قلات ځايي خبریالانو مشال راډیو ته ویلي، وسلوالو د جولای په ۱۰مه د کوټې او کراچۍ ترمینځ پر لویه لاره پر دوو لاریو، چې معدنیات پکې لېږدول کېدل، ډزې وکړې او بیا یې ورته اور واچاوه. خبریالان وايي، وسلوالو د لاریو چلوونکي پرېښي دي.
داراز، راپورونه وايي، د جولای پر ۱۰مه وسلوالو د مستونګ په دشت سیمه کې د کوټې او سېوۍ ترمینځ لویه لاره تر څه وخته تړلې وه، سرکاري ګاډي، چې شمېر یې نه دی معلوم، یې ونیول خو خلکو ته یې څه نه دي ویلي.
د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند وايي، امنیتي سرتېرو په سره ټاکۍ سیمه کې د وسلوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
د درېواړو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو تر دې مخکې د دې ډول پېښو مسوولیت بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان حکومت د جولای پر نهمه او ۱۰مه نېټه د امنیتي ګواښونو له کبله له کوټې د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ځنډولی وو.
له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت خراب دی.
د جولای پر لومړۍ نېټه په مستونګ کې د پولیسو او وسلوالو ترمینځ په ډزو کې درې کسان ووژل شول. تر دې مخکې، د جون پر ۲۲مه وسلوالو د بلوچستان په خضدار کې یو ولسي مشر وژلی او څلور تنه یې ژوبل کړي ول.
داراز، د مارچ پر ۱۱مه بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د بلوچستان په بولان سیمه کې جعفر اېکسپرېس محاصره کړی وو. هغه مهال د پاکستان پوځ تایید کړې وه چې وسلوالې ډلې ۲۱ مساپر او څلور د ملېشې ځواک سرتېري وژلي دی.
خو بلوچ لېبرېشن ارمي بیا د لسګونه استخباراتي کارکوونکو د وژلو دعوه کړې وه.
د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف د مارچ پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي ول چې وسلوال د بلوچستان د "سولې او پرمختګ دښمنان" دي او زیاته کړې یې وه چې هغوی به خپلو موخو ته په رسېدو بریالي نه شي.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.