د بلوچستان په خضدار کې ناڅرګنده وسله والو یو ځايي قبایلي مشر عطاالرحمان مېنګل وژلی او څلور تنه نور یې ټپي کړي دي.
د خضدار مرستیال کمشنر یاسر اقبال دشتي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د جون پر ۲۲مه د خضدار په اړنجي سیمه کې شوې ده.
ده وویل چې په دې برید کې د عطاالرحمان زوی او درې تنه نور ټپي شوي دي. چا تر اوسه د دې برید زمه واري نه ده منلې.
عطاالرحمان مېنګل د بلوچستان د پخواني اعلا وزیر نصیر مېنګل زوی او د جهالاوان عوامي پېنل د مشر شفیق مېنګل کشر ورور دی.