د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د وژل شوي لس کلن ماشوم مړی خاورو ته سپارل شوی


په کوټه کې د مصور خان د لټون او خلاصون لپاره هړتالونه هم شوي وو. (انځور: ارشیف)
په کوټه کې د مصور خان د لټون او خلاصون لپاره هړتالونه هم شوي وو. (انځور: ارشیف)

په بلوچستان کې تېر کال د تښتول شوي ماشوم مړی د جون پر ۲۸مه پر داسې مهال خارو ته سپارل شوی چې د هغه کورنۍ او سیاسي ګوندونو پر صوبايي حکومت سختې نیوکې کړې دي.

د مصور خان کاکړ په نامه د لس کلن ماشوم جنازه د جون پر ۲۸مه د کوټې په هاکي ګراونډ کې ترسره شوه.

په جنازه کې د بلوچستان د پولیسو مشر ترڅنګ صوبايي وزیرانو، سیاسي مشرانو او ولس په ګڼ شمېر ګډون کړی وو.

د ماشوم تره حاجي ملنګ په خپله وینا کي وویل چې حکومت له دوی سره د مصور خان په میندلو او خوشي کولو کې کړې ژمنې پوره نکړې.

پر دې مهال د ګڼو سیاسي ګوندونو استازو ویناوې وکړې او په بلوچستان کې یې د تښتوونو او وژنو په اړه نه یوازې د خوشینۍ څرګندونه وکړه بلکې تور یې پورې کړ چې صوبايي حکومت د ولس په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګتي هم پر دې پېښه ناخوښي ښودلې او هغه خبره یې بیا تکرار کړې چې ګواکې "د مصور خان کاکړ قاتلان به د قانون منګولو ته سپاري."

مصور خان د ۲۰۲۴م کال د نومبر پر ۱۵مه هغه وخت په کوټه کې د ملتاني محلې څخه نامعلومو کسانو وتښتاوه چې له کوره مدرسې ته روان وو.

حکومت وايي چې په تېرو ورځو کې یې له داعش ډلې سره تر نښته وروسته د یاد ماشوم مړی میندلی وو.

هغه د کوټې د یو صراف راز محمد کاکړ زوی دی. ویل کېده چې هغه د پېسو غوښتلو لپاره تښتول شوی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG