د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې ده چې د کورمې د سولې موافقې لاسلیکوونکو جرګه وربولي.
د پاکستان جیو نیوز ټېلېوېژن او ډان ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د جنورۍ پر ۲۲مه د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ غونډه شوې چې پکې د صوبې مشر سېکرټر، د پولیسو مشر او نورو چارواکو ګډون وکړ.
رسنۍ وايي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سولې موافقې د لاسلیکوونکو یوه جرګه جوړه شي چې پکې به د تړون پر عملي کولو بحث وشي او هغوی ته به د ذمه واریو یادګېرنه وشي.
البته رسنیو دا نه دي ویلي چې جرګه به کله او چېرې کېږي.
رسنۍ وايي چې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر له دفتره په خپور بیان کې راغلي دي چې حکومت به "د بګن بازار د بیارغونې" لپاره "فوري اقدامات" کوي.
د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د ځايي مشرانو ترمینځ د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.
البته د جنورۍ پر ۲۲مه د مال لېږدونکو ګاډو قافله له ټله مرکزي ښار پاړه چینار ته ورسېده.
د پاړه چینار اوسېدونکي ارشاد حسين د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې په قافله کې تر ۶۰ زيات واړه او لوی ګاډي شامل ول چې هغې سیمې ته یې خوراکي مواد، درمل، ګيس او نور اړین شیان رسولي دي.
له ټله پاړه چینار ته غځېدلې لویه لاره هلته د مېشتو سنيانو او شيعه ګانو ترمينځ تر تاوتريخوالي وروسته له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې تړلې پرته ده.
په همدې حال کې د کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات روان دي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه په بګن کې عمليات پيل کړل. د چارواکو په وينا، د عملياتو مقصد په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي خو د ځايي وتېزیو قبیلې مشرانو عملیات غندلي او دا یې یو اړخیز اقدام بللی دی.
چارواکو په کورمه ضلع کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې بريد وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته مرګژوبله واوښته او یوشمېر ګاډي وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه او هېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.
د سیمې پولیسو پر قافلې د برید په تړاو د ۲۰ معلومو او د څه باندې ۲۰ ناپېژندلیو کسانو پر ضد مقدمې دایرې کړې دي چې پکې د ترهګرۍ مخنیوي قانون مادې هم شاملې دي.
خو د بګن یو ځايي اوسېدونکی اقبال بادشاه وايي چې دا مني چې حمله هلته شوې خو پکې ځايي خلک ککړ نه دي او نه یې هم د وسلوالو مرسته کړې.
د بې کوره شویو وضعیت
د عملیاتو له وجې له هغې سیمې څخه ګڼو کورنیو کډې کړې دي. یوشمېر بې کوره شویو مشال راډیو ته ویلي چې د ټل د نجونو په کالج کې جوړ کیمپ اساسي اسانتیاوې نه لري.
د بګن یو اوسېدونکي سید مرجان د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، په خیمو کې ساړه دي او پکې د ماشومانو د تودولو لپاره اور نه شي بلولای.
د کیمپ مسوول او د ښاروالۍ افسر کامران ظهیر د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې په کالج کې یې د بې ځایه شویو ۷۲ کورنیو لپاره ۲۳ خیمې لګولې دي او ځینې کسان د هغې تعلیمي ادارې په خونو کې مېشت دي.
ده تایید کړه چې بې کوره شوي خوړو، بسترو او تودو جامو ته اړتیا لري چې په اړه یې د ضلعې انتظامي مشران خبر کړي دي.
چارواکي اټکل کوي چې ښايي د عملیاتو له وجې په سلګونه نورې کورنۍ هنګو ته کډه شي.
د هنګو د انتظامي مشر مرستیال (اسېسټنټ کمېشنر) نواب ګل د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د ۱،۸۰۰ کورنیو د ورتګ لپاره هلته کیمپ جوړوي او د بې کوره شویو لپاره یې کمبلې، خیمې، خواړه او درمل برابر کړي دي.
په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.