اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي. هغه هره اوونۍ "د ځوانانو غږ" خپرونه هم وړاندې کوي چې پکې په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د ځوانانو اړوند مسایل څېړل کېږي. د ځوانانو غږ خپرونې ټولې ویډیويي برخې د مشال راډیو د یوټیوب له لارې دلته لیدلای شئ.
بلوڅ وايي، دا مقدمه په ۲۰۲۴ز کال کې په اکتوبر کې د کراچۍ په قایداباد تاڼه کې دایره شوې وه چې پکې پر نوموړې د بغاوت، د ولس د پارولو او ترهګرۍ په ګډون یوشمېر تورونه پورې شوي ول.
د افغانستان د خوست اوسېدونکي وايي د پاکستانيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوي ۱۰ واړه کسان ولسي وګړي دي. هغوی له نړيوالو غوښتي چې دا ډول بريدونو ته دې د پای ټکې کېږدي.
د سعودي عرب په سرښار رياض کې نڅاګرې د کلتوري بنديزونو له کبله د بېلې نڅا د تړلو دروازو شا ته کوي. دوی د ورزش او ساعت تېري لپاره رقص کوي چې د هغوی کورنۍ يې نه خوښوي.
په فلسطین کې د اوږدمهالې ناکرارۍ او په غزې کې د جګړې پر مهال زرګونه خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. سلګونه داسې لوبغاړي هم دي چې په جګړو کې د بدن له غړو محرومه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په څېر په یمن کې هم سلګونه ښوونځي په ناامنۍ کې ړنګ شوي دي. اوس هلته د یوشمېر ښوونځیو زدکوونکي په خیمو کې تعلیم ترلاسه کوي. زیاتره زدکوونکي کتابونه، ښوونکي او د ژوند نورې اسانتیاوې نه لري. په یمن کې مو د خیمې پر سکول د اې اېف پي له ویډيو رپورټ جوړ کړی دی.
د پاکستان، افغانستان او یوشمېر نورو هېوادونو په څېر په سومالیا کې هم د اب و هوا بدلون له وجې وچکالي زیاته شوې او اوښان بهر خپل خواړه نه شي پیدا کولای. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پاکستان د چمن او افغانستان سپين بولدک سيمو اوسېدونکو له پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپلمنځي شخړه دې د خبرو له لارې هواره کړي.
په اسیايي هېواد فېلېپین کې سمندري طوفان او سېلاب لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. چارواکي وايي، یوشمېر کسان لا هم ورک دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، هر څه یې سېلاب لاهو کړي دي. د رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د بهاولپور وېکټوریا روغتون کې د تخصص په زدکړو بوخت ډاکتر صبغت الله ساپي د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، د ده په ګډون شاوخوا ۲۰ محصلین او ډاکتران د نومبر له څلورمې راهیسې په حراست کې دي.
نورالله ترین وايي د دوی مبارزه سوله ییزه ده او د تشدد خبرې کوونکي د غورځنګ غړي نه دي. دی وايي په پښتنه سیمه کې امن او په ناامنیو کې ښکېل په ډاګه کول غواړي. له نورالله ترين سره د مشال راډیو خبریال اسرار عالم مومند مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې پي ټي اېم دا وخت په کوم حالت کې دی؟
په پاکستان کې د روغتیا چارواکي وايي چې په ښځو کې د رحم د سرطان لامل کېدونکی د اېچ پي وي په نوم د وايرس د مخنيوي د واکسينو ضد پر پروپاګنډ يې د قابو موندلو لپاره د پوهاوي يو اغېزناکه کمپاين کړی دی. دوی وايي چې په دې هېواد کې له وايرسه هر کال په زرګونه ښځې مړې کېږي.
د اسلام اباد عدالت يو تن د ثنا يوسف په وژنه رسمي تورن کړی دی. د ثنا یوسف پلار وايي تمه لري چې د لور په وژنه یې تورن تن عمر حيات ته به سزا ورکړل شي.
د کولمبیا په انتیوکیا سیمه کې ۲۳ کسان د سرو زرو په یوه کان کې بندي پاتې شوي ول. ژغورونکو د سېپټېمبر پر ۲۴مه دغه کان کېندونکي له ۴۸ ساعتونو تېرېدو وروسته ژوندي و ایستل.
د فلپاين په پلازمېنه مانيلا کې د مظاهره چيانو او پوليسو ترمينځ د سېپټېمبر پر ۲۱مه سختې نښتې شوي دي چې پکې يوشمېر کسان ژوبل شوي دي. مظاهره چيان تور پورې کړی چې حکومت يې د سېلاب د مخنيوي په پروژو کې درغلي کړې ده.
د هند او پاکستان د کرکټ لوبډلې نن د اسیا جام سيالیو کې سره مخامخېږي چې په دواړو هېوادونو کې د لوبې مينه وال يې لیدو ته لېواله دي. په تېره لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه او هم دې ته په پام هنديان په ننۍ سیالۍ کې د خپلې لوبډلې د بریا تمه څرګندوي.
د سېپټېمبر پر ۱۹مه د بندیزونو د مخنیوي لپاره وړاندې شوی قرارداد رد شو. د قرارداد په حق کې څلور او په مخالفت کې یې نهه رایې ورکړل شوې.
د ټېکنالوژۍ په دې عصري زمانه کې له تاواني موادو د خپلو ماشومانو خوندي ساتل یوه لویه مسله ده. اوس یوې کمپنۍ د «سوې لې» په نوم یو ایپ جوړ کړی دی چې پر ټولنیزو رسنیو خپرېدونکي مواد فلټر کوي.
۳۸ کلن اېګور میخایلوف له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په سترګو مکمل ړوند دی. خو هنر یې خلک ځان ته حیرانه کړي دي.
نور وښیئ