د لاسرسي ځای

تازه خبر

وېنس وايي امريکا به د پاکستان او هند ترمينځ په "شخړه" کې "مداخله" و نه کړي


د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس په ميونيخ کې امنيتي کنفرانس ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس په ميونيخ کې امنيتي کنفرانس ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس ويلي دي چې امريکا به د پاکستان او هند ترمينځ په شخړه کې مداخله ونه کړي او د دې دواړو اټومي ځواک لرونکو هېوادونو ترمينځ جګړه "په بنسټیز ډول زموږ کار نه دی" بللې ده.

نوموړي د مې پر اتمه له امريکايي ټېلېويژن فاکس نیوز سره د مرکې پر مهال زياته کړه چې امریکا به هڅه وکړي چې د شخړې شدت راکم کړي، خو نه شي کولای له دواړو خواوو وغواړي چې "وسلې پر ځمکه کښېږدي."

وېنس په مرکه کې وويل: "هغه څه چې موږ یې کولای شو دا دي چې هڅه وکړو دغه خلک لږ څه ارام شي، خو موږ به د یوه داسې جنګ مينځ ته نه داخلېږو چې په بنسټیز ډول زموږ کار نه دی، او د امریکا له توان څخه بهر دی چې کنټرول یې کړي."

هغه زیاته کړه، امریکا له هېڅ یوه خوا نه شي اړ ایستلای چې وسلې پر ځمکه کښېږدي خو هېواد به يې "دا موضوع له سفارتي لارو تعقیب کړي."

وېنس وویل: "زموږ هیله او تمه دا ده چې دا شخړه په یوه پراخه سیمه‌ ییزه جګړه، خدای مه کړه، په اټومي نښته وا نه وړي. اوس مهال، موږ فکر نه کوو چې دا به وشي."

تر دې وړاندې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د پاکستان پر وزیر اعظم شهباز شريف ټينګار کړی وو چې هند او پاکستان بايد روان کړکېچ راکم کړي او له يو بل سره "نېږدې" کار وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په هغه اړه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې روبيو د مې پر اتمه شهباز شريف ته ټېلېفون وکړ او زياته يې کړه چې امريکا د جنوبي اسيا حالت له نېږدې څاري او "د سيمې سولې او ثبات ته ژمنه" ده.

د هند او پاکستان پر يو بل د بريدونو تورونه

دا په داسې حال کې ده چې هند او پاکستان د مې پر نهمه يو ځل بيا پر يو بل د ډرون او نورو وسلو له لارې د بريدونو تورونه پورې کړي دي.

د هند پوځ د مې پر نهمه دعوه وکړه چې د پاکستان وسلوالو ځواکونو د مې پر اتمه شپې مهال او د مې پر نهمه سهار وختي د هند د لوېدیزې پولې په اوږدو کې د ډرونونو او نورو وسلو په وسیله "څو اړخیز بریدونه" کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ او دفاع وزير خواجه محمد اصف د هند د پوځ دا بیان "بې‌ اساسه او غولوونکی" بللی او ویلي یې دي چې پاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر یا د هند په نورو سيمو کې هېڅ "تعرضي اقدام" نه دی ترسره کړی.

د هند د سرحدي امنیت ځواک ویلي چې د مې پر اتمه شپې مهال يې د کشمیر په سامبا سیمه کې د "یوې لویې نفوذي هڅې" مخه ونیوله او د مې پر نهمه سهار بيا په اوړي سیمه کې درنې ډزې روانې وې.

د هند يو امنيتي چارواکي رويټرز اژانس ته ويلي چې د ډزو له امله يوه مېرمن وژل شوې او درې نور کسان ژوبل شوي دي.

بلخوا د هند په سرحدي ښار امرتسر کې د مې پر نهمه سهار وختي له دوو ساعتونو زیات د خطر زنګونه غږېدل او خلکو ته ویل شوي ول چې له کورونو ونه وځي.

رويټرز اژانس زياتوي چې د هند چارواکو د امرتسر په ګډون په ګجرات او راجستان کې د پاکستان پولې ته نېږدې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې ليرې ولاړ شي، او که امکان وي له خپلوانو سره مېشته شي یا د حکومت له خوا برابر شوي ځایونه وکاروي.

بلخوا د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د مې تر نهمې يې د هغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د هند ۷۷ ډرونونه (بې پيلوټه الوتکې) نسکورې کړې دي.

پاکستانيو چارواکو د مې پر نهمه دعوه وکړه چې تېره شپه د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې د هندوستاني ځواکونو په ډزو کې پينځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

تر دې يوه ورځ وړاندې د پاکستان پوځ وياند لېفټينېنټ جنرال احمد شریف چودري په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل د مې پر اتمه د ډرون بريدونو په نتيجه کې په لاهور کې څلور پوځيان ژوبل شوي او بلخوا د سيند صوبې په ميانو کې يو ولسي وګړی وژل شوی دی.

نوموړي دعوه وکړه چې د هند ډرونونه يې په لاهور، ګوجرانواله، چکوال، بهاولپور، میانو، کراچۍ، چور، راولپېنډۍ او اټک کې شنډ کړې دي.

د پوځ وياند دا و نه ويل چې دا ډرونونه څنګه له هنده د پاکستان بېلا بېلو ښارونو ته ورسېدل.

هند لا تر اوسه د پاکستان د ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو د دغه هېواد دفاع وزارت د مې پر اتمه په يو بيان کې دعوه کړې وه چې د مې د اوومې او اتمې ترمينځ شپې مهال د پاکستان له خوا د ډزو په نتيجه کې د "کنټرول کرښې" په نوم د لانجمنې پولې هندۍ خوا ته ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

هغه وزارت په خبرپاڼه کې زياته کړې وه: "پاکستان هڅه وکړه چې یو شمېر نظامي هدفونه د ډرونونو او توغندیو په وسیله په نخښه کړي." دفاع وزارت زیاته کړې چې دغه وسلې د هند د هوايي دفاعي سیسټمونو له خوا "شنډې شوې" دي.

پر پاکستان د هند ميزايلي بريدونه

دا تر هغه وروسته ده چې د هند دفاع وزارت دعوه کړې وه چې پوځ يې د مې پر اوومه سهار وختي په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د "ترهګرو پر اډو بریدونه وکړل، له کوم ځایه چې د هند پر ضد بریدونه پلان او تنظیمېدل".

وزارت زياته کړې وه چې پر نهو ځايونو يې هغو پوځي عملياتو ته د "سيندور" نوم ورکړی وو.

د هند دفاع وزارت تر بريدونو وروسته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي ول: "زموږ اقدامونه متمرکز، حساب‌ شوي او د شخړې د پراخېدو په نيت نه دي. د پاکستان هېڅ پوځي مرکز هدف نه دی ګرځول شوی. هند د هدفونو د ټاکلو او د عملیاتو د اجرا په طریقه کې زیات احتیاط کړی دی."

بلخوا د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي ول چې هند د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې شپږ ځايونه په نخښه کړي دي. چودري زياته کړې وه چې په هغو بريدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۷ ژوبل شوي ول، چې په وينا يې ټول ولسي وګړي دي.

نوموړي زياته کړه چې هند د پاکستان پر "خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا" بريد کړی او دوی خپل ځواب ورکړی دی.

نوموړي دعوه وکړه چې د پوځ په ځوابي بريدونو کې يې د هند پينځه الوتکې راغوځولې دي چې درې يې "رافېل" جنګي الوتکې دي، خو هند لا تر اوسه د پاکستان د دې دعوې پخلی نه دی کړی.

د پاکستاني چارواکو په وينا، د مې پر اوومه هند د پاکستان تر واک لاندې کشمير په مظفر اباد او کوټلي او د پنجاب په مريدکې، سيالکوټ، شکرګړ او د بهاولپور په احمد پور شرقيه کې کړې دي. بهاولپور او مريدکې هغه سيمې ګڼل کېږي چيرته چې تر بنديز لاندې ډلو "جيش محمد" او "لشکر طيبه" مرکزونه دي.

د هند بریدونو په پاکستان کې څومره زیان اړولی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00

د تازه جګړې لامل

د هند او پاکستان ترمينځ دا جګړه د ۲۰ کلونو راهیسې تر ټولو سخته بلل شوې او د هند تر واک لاندې د کشمیر په پهلګام سيمه کې د اپرېل پر ۲۲مه تر خونړي برید وروسته رامينځ ته شوې ده.

هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی وو او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی وو.

اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.

د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د هند د شارژدافېير احضارېدل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې پر اوومه په خپاره کړي بيان کې وويل چې په اسلام اباد کې يې د هند شارژدافېیر (ناظم الامور) د احتجاج په توګه هغه وزارت ته وربللی او د هنديو بریدونو پر ضد يې "د سخت احتجاج یادښت" وسپارلی دی.

بيان زياتوي چې هندي لوري ته دا روښانه کړل شوه چې د هند دا "ښکاره تېری" د پاکستان د "حاکمیت څرګنده سرغړونه" ده.

پر پاکستان د هند تر بريد وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې دا برید د ملکي هوایي ټرافیک لپاره جدي خطر دی او د دې له امله يې د لاهور او اسلام‌ اباد هوایي ډګرونه د ۴۸ ساعتونو لپاره تړلي دي، خو د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د مې پر اوومه غرمه مهال وويل چې پروازونه يې بحال کړي او هوايي ډګرونه بېرته فعال کړل شوي دي.

پاکستانيو چارواکو د مې پر اتمه يو ځل بيا وويل چې په لاهور، سيالکوټ او کراچۍ کې يې د مساپر وړونکو الوتکو هوايي پروازونه په موقتي ډول ځنډولې ول.

د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ غونډه

بلخوا د مې پر اوومه په اسلام اباد کې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د هغه هېواد د ملي امنيت کمېټۍ بيړنۍ غونډه وشوه چې پوځي او ولسي چارواکو برخه پکې اخيستې وه.

تر غونډې وروسته په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې ګډونوالو د هند د بريد په غبرګون کې د پاکستان د راتلونکې ستراتیژۍ په اړه هم بحث وکړ او د سفارتي اقداماتو او له نړیوالې ټولنې سره يې د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

اعلاميه کې راغلي دي چې "د پاکستان ځواکونو ته په رسمي ډول واک ورکړل شوی چې په دې برخه کې مناسب اقدام وکړي."

په اعلاميه کې دا هم ویل شوي دي چې پاکستان له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د هند د "غیر قانوني اقداماتو" مخه ونيسي.

د ملي امنيت کمېټۍ تر غونډې وروسته وزيراعظم شهباز شریف د مې پر اوومه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وويل چې هند په تياره کې پر پاکستان د بريد "ناوړه" هڅه وکړه، خو د هغه په وينا، پاکستانيو ځواکونو مناسب ځواب ورکړ.

نوموړي زياته کړه، د هند تر واک لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې د سيلانيانو وژنه يوه "غمجنه" پېښه وه، خو تر هغه بريد سمدستي وروسته هندي رسنیو او سیاستوالو پر پاکستان "بې اساسه" تورونه پورې کړل او هڅه یې وکړه چې ټوله نړۍ "قانع" کړي چې پاکستان په دې پیښه کې لاس لري.

هند وايي د پاکستان انتقامي بريد ته به "سخت" ځواب ووايي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00

نړيوال غبرګونونه

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش پر بريدونو اندېښنه ښوولې او له دواړو خواوو یې د "زیات زغم" غوښتنه کړې ده. د ګوتېرش وياند د هغه له خولې په بيان کې زياته کړې ده: "نړۍ د هند او پاکستان ترمينځ پوځي شخړه نه شي زغملای."

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمينځ شخړه يو "شرم" بللی دی. نوموړي د مې پر اوومه په سپینه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل: "زما په اند، خلک د تېرو پېښو له مخې یو څه پوهېدل چې څه به پېښ شي. دوی (هند او پاکستان) له ډېرې مودې راهیسې په جګړه کې دي."

هغه زیاته کړه: "زه یوازې هیله لرم چې دا [شخړه] ژر تر ژره پای ته ورسېږي."

په عين حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو پر اېکس (پخوانی ټویټر) لیکلي دي چې هغه د روان حالت څارنه کوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې واشنګټن به له اسیایي ګاونډیانو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې هند او پاکستان يو "سوله ييز حل" ته سره ورسېږي.

روبيو د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار لېفټينېنټ جنرال عاصم ملک سره، چې د هغه هېواد د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر هم دی، تماس نیولی دی.

نوموړي همداراز له خپل هندي سیال سره خبرې کړي او زياته کړې يې ده چې دی به له دواړو خواوو سره اړیکه وساتي ترڅو د شخړې حل راووځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مې پر اوومه ويلي دي چې د هند او پاکستان ترمينځ د "پراخېدونکې نظامي شخړې" په اړه ژوره اندېښنه لري او له دواړو هېوادونو د "زغم" غوښتنه کوي.

روسیې، چې له هند او پاکستان دواړو سره ښې اړیکې لري، پر خپله رسمي ووبپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې زياته کړې ده چې د ترهګرۍ "ټولې بڼې غندي."

بلخوا چين پر پاکستان د هند بريد "د افسوس وړ" بللی او له دواړو هېوادونو يې د "زيات زغم" غوښتنه کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د مې پر اوومه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي: "هند او پاکستان داسې ګاونډیان دي چې نه شي بېلول کېدای او دوی د چین ګاونډیان هم دي". بيان زياتوي چې چین "د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي."

د امريکا د ناظم الامورې او د پاکستان د کورنيو چارو وزير ليدنه

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د مې پر اوومه په اسلام اباد کې د امريکا له ناظم الامورې (شارژدافېیرې) نېټلي بېکر سره ملاقات وکړ او د هند د بريدونو په اړه يې معلومات ورسره شريک کړل.

د پاکستان دولتي ټېلېويژن پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی دی چې د امریکا سیاسي سلاکار زیک هارکن رایډر او د پاکستان د کورنیو چارو رياستي وزير طلال چودري هم د ملاقات پر مهال موجود ول.

د پاکستان او هند پر کړکېچ شننه

د هند تر واک لاندې کشمير کې پر سيلانيانو او د هغه په غبرګون کې پر پاکستان د هند تر بريدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمينځ کړکېچ خورا زيات شوی دی.

په امريکا کې څېړونکی او د نړيوالو اړيکو ښوونکی حسن عباس وايي چې که يو خوا په پهلګام کې تر بريد وروسته د پاکستان بيان "غير مسولانه" وو، نو بلخوا د هند له خوا د باورې شواهدو پرته پر پاکستان تور پورې کول هم یوازې "بې‌ باوري" او د شخړې د پراخېدو "خطر" زیاتوي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل: "موږ ته اوس یو بل ډول زړورتیا په کار ده، هغه دا چې د همکارۍ تصور ولري، نه د تقابل. داسې سیمه، چې له بېوزلۍ او د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخامخ ده، جګړه نه شي زغملای."

په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني، چې دا مهال د امريکا د يو معتبر څېړنيز مرکز مخکښ غړی دی، وايي چې د هند او پاکستان کورني سیاستونه دا ایجابوي چې مشران يې "ملتپاله دریځ" ونیسي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل: "په دې وضعیت کې د هند لپاره یواځینۍ عاقلانه لاره دا ده چې یو برید وښيي او پاکستان داسې ځواب ورکړي چې وضعیت لا زیات خراب نه شي."

خو نوموړي په عين حال کې خبرداری ورکړ: "که یوه خوا برید وکړي، بله ځواب ورکړي، او دا لړۍ دوام ومومي، نو ممکن له کنټروله ووځي."

هغه زیاته کړه چې که څه هم اوس د دواړو هېوادونو خلک خوشحاله ښکاري، خو د جګړې په پایله کې به همدغه خلک زیان وويني، ځکه چې د دواړو هېوادونو اقتصاد به سخت زیانمن شي.

ليکوال او د کراچۍ په وفاقي اردو پوهنتون کې د ژورناليزم د څانګې پخوانی مشر توصيف احمد خان وايي چې د هند او پاکستان ترمينځ کړکېچونه "مصنوعي وطنپالنه" پاروي.

نوموړي مشال راډيو ته وویل: "د دې سیمې ۱.۵ مېلیارده (اربه) خلک، چې ډېری یې په غربت کې ژوند کوي، د دې شخړې اصلي قربانیان دي."

توصيف خان همداراز ادعا وکړه چې د هندي وزيراعظم نريندرا مودي بهارتيا جنتا ګوند غواړي چې "سېکولر" هند په یو "هندو" رياست بدل کړي، او په عین وخت کې، د پاکستان رسنۍ د "عميق رياست" (پوځي اسټېبليشمېنټ) له خوا د "غیر جمهوري" روایتونو د خپرولو لپاره کارول شوې دي.

نوموړي زياته کړه: "د هند رسنۍ د وزیر اعظم نریندرا مودي د 'هندوتوا' نظریې تر اغېز لاندې دي او د پاکستان رسنۍ بيا د "عميق رياست" تر سخت کنټرول لاندې دي."

د هغه په وينا "نور د عقل لپاره ځای نه دی پاتې."

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG