د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند بریدونو په پاکستان کې څومره زیان اړولی؟


د هند بریدونو په پاکستان کې څومره زیان اړولی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00

هند پر پاکستان د بریدونو ويډيوګانې خپرې کړې چې پکې ښکاري چې میزايلو یې ځينې ودانۍ له مينځه وړي دي. په همدې حال کې "جیش محمد" وسلوالې ډلې منلې چې په هغو حملو کې یې د مشر، مولانا مسعود اظهر۱۰ خپلوان او څلور نېږدې ملګري وژل شوي دي. هند د پاکستان تر واک لاندې کشمير تر څنګ د پنجاب مريدکې او بهاولپور په نخښه کړل. د پاکستان پوځ دعوه کوي چې په ځوابي بریدونو کې یې پينځه هندۍ الوتکې ویشتلې دي، خو هند لا دا نه دي منلي. د هند د "سیندور" په نوم عملياتو مشري، د هندي پوځ دوو ښځو افسرانو (کرنل صوفيې قریشي او وينګ کمانډرې ويوميکا سينګ) کوله. دا چې عيني شاهدانو څه وليدل او د هند بریدونو څومره زیان اړولی دی؟ د فرانس پرېس او اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانسونو له ويډيوګانو جوړ شوی راپور.

XS
SM
MD
LG