د ملګرو ملتونو اعلا عدالت پر اسراییلو غږ کړی دی چې په غزې تړانګه کې د هر هغه عمل د مخنیوي اقدامات وکړي چې د توکموژنې (نسل وژنې) تر کچې رسېدای شي.
د انصاف نړیوال عدالت ۱۷ کسیزه جرګګۍ البته د جنورۍ پر ۲۶مه په خپل امر کې د هغه اوربند عملي کولو اعلان و نه کړ چې جنوبي افریقا یې غوښتنه کړې وه.
د عدالت مشرې قاضیې جون ډاناګیو د امر اورولو پر مهال وویل چې اسراییل باید په سیمه کې په "بیړني ډول د اړینو اساسي خدماتو او بشري مرستو رسولو لپاره سمدستي او موثره اقدامات وکړي چې د ژوند د هغو سختو او منفي شرایطو ستونزه هواره شي چې فلسطینیان ورسره مخامخ دي."
هغې وویل چې د انصاف نړیوال عدالت "په سیمه کې د برسېرېدونکې بشري فاجعي یا تراژیدۍ له اندازې خبر دی او پر روان ځاني زیان او بشري کړاو زښت اندېښمن دی."
جنوبي افریقا، چې هغه قضیه یې دایره کړې ده، له عدالته د اوربند په ګډون د موقتي یا لنډمهاله اقداماتو غوښتنه کړې وه او ویلي یې ول چې دا "د سختې او سملاسي پاملرنې وړ موضوع" ده.
هغه مهم عدالتي امر په منځني ختیځ او ګرده نړۍ کې له نېږدې وڅارل شو.
په ابتدايي حکم کې راغلي دي چې اسراییل باید ډاډ ورکړي چې ځواکونه یې توکموژنه نه کوي او د بشري وضعیت ښه کولو لپاره کوټلي اقدامات کوي.
په حکم کې له اسراییلو غوښتنه شوې ده چې په یوه میاشت کې باید عدالت ته د هغه امر د عملي کولو په اړه معلومات ورکړي.
عدالت په امر کې دا هم ویلي دي چې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، له لوري د یرغمل شویو خلکو د برخلیک په اړه "سخت اندېښمن" دی او له هغې او نورو سختدریځه ډلو یې وغوښتل چې سمدستي، بې له شرطه ټول نیولي کسان خوشې کړي.
هغه عدالت په خپله پرېکړه کې دا نه دي ویلي چې ایا اسراییل واقعي په غزه کې توکموژنه کوي او که نه؟ ټاکل شوې چې د انصاف نړیوال عدالت پر هغې موضوع د قضیې اورېدنو ته دوام ورکړي.
اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د توکموژنې تور په سختۍ رد کړی دی.
نوموړي تر عدالتي حکم وروسته پر اېکس په بیان کې لیکلي، "اسراییل نړیوال قانون ته کلکه ژمنتیا لري. په همدې ډول موږ د خپل هېواد او د خپلو خلکو د دفاع کولو کلکه او سپېڅلې ژمنتیا لرو."
په غزې کې روان خونړی جنګ د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر تر اوومې وروسته پیل شو. پر هغه ورځ د حماس ډلې وسلوالو پر اسراییلو بېساري بریدونه وکړل.
اسراییل د جنورۍ پر ۱۱مه د انصاف په نړیوال عدالت کې په غزې تړانګه کې د توکموژنې یا نسل وژنې له تورونو سره مخامخ شو چې د هغه هېواد استازو رد کړل.
د غزې جګړې په اړه د مقدمې دوه ورځنۍ اورېدنه د نېدرلینډز (هالینډ) په هیګ کې د انصاف په نړیوال عدالت کې وشوه چې پکې دواړو هېوادونو په تفصیل خپل دریځونه روښانه کړل.
جنوبي افریقا، چې هغه قضیه یې په ډېسېمبر کې په هغه عدالت کې دایره کړې وه، دعوه کوي چې په غزه کې جګړه د ۱۹۴۸ز کال د نسل وژنې د جرم د مخنیوي او سزا د کنوېنشن (کنوانسیون) سرغړونه ده.
جنوبي افریقا او اسراییلو دواړو هغه کنوېنشن لاسلیک کړی دی.
د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه د انصاف نړیوال عدالت غړي دي او هغه عدالت د دولتونو (ریاستونو) قضیې اوري او ترمینځ یې لانجې هواروي.
توکموژنه څه ته وايي؟
د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه د نسل وژنې د جرم د مخنیوي او سزا د کنوېنشن د دویمې مادې پر اساس د توکموژنې لاندې لیکل شوی تعریف بیان شوی دی.
"توکموژنه له لاندینیو اقداماتو یا کړنو څخه هرې هغې ته ویل کېدای شي چې په بشپړه یه په جزوي توګه د یوې ملي، توکمیزې، نژادي (پښت، اصل او نسب هم بلل کېږي) یا مذهبي ډلې د تباه کولو په نیت ترسره شوې وي:
۱. د یوې ډلې د غړو وژل
۲. د یوې ډلې غړو ته جدي بدني (جسماني) یا ذهني زیان رسول.
۳. د یوې ډلې لپاره قصداً د ژوند شرایط داسې برابرول چې موخه یې د هغې بشپړه یا جزوي تباهي وي.
۴. پر یوه ډله د داسې تدابیرو عملي کول چې موخه یې پکې د ماشومانو د زېږېدو مخنیوی وي.
۵. په زور یا جبري ډول د یوې ډلې د ماشومانو بل ګروپ یا ډلې ته لېږدول"
د غزې جګړې مرګژوبله او نړیوالې هڅې
د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس ډلې په برید کې ۱،۲۰۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې ولسي وګړي ول. وسلوالو داراز شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل هم کړل چې ځینې یې وروسته د یو جوړجاړي له مخې خوشې شول.
اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سخته پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. اسراییلي پوځ د جنورۍ پر ۲۴مه د غزې د جنوبي ښار خان یونس تر محاصرې یوه ورځ وروسته وویل چې عسکر یې هلته د وسلوالو خلاف جګړه کوي.
په وروستیو ورځو کې زرګونو خلکو د مصر له پولې سره نېږدې په جنوبي سیمو کې په کیمپونو او خیمو کې پناه اخیستې. بلخوا د روانې جګړې له وجې په زرګونه نور د خان یونس په تر ټولو لوی روغتون کې بند پاتې دي.
په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه یې تر ۲۶،۰۰۰ کسان وژلي او شاوخوا ۶۳،۰۰۰ ژوبل شوي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د اسراییلو پوځ ویلي چې په غزه کې د حماس د ختمولو لپاره په روانه جګړه کې یې تر اوسه ۱۸۶ پوځیان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د غزې جګړې او د فلسطین د لانجې هواري لپاره نړیوالې هڅې هم دوام لري. د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د جنورۍ پر ۲۲مه په برسلز کې د اسراییلو او فلسطین ترڅنګ د مهمو عربي هېوادونو له چارواکو سره د غزې د جګړې او په راتلونکې کې د شخړې د هواري پر امکاناتو خبرې وکړې.
اخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش هم ټینګار کړی دی چې ټول باید د فلسطینیانو د خپل ریاست جوړولو حق ومني.
امریکايي چارواکو هم ویلي دي چې د منځني ختیځ هغه لسیزې پخوانۍ لانجه د جلا ریاستونو په جوړېدو هوارېدای شي.
خو د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د ازاد ریاست په توګه د فلسطین له منلو انکار کوي.