د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي دي چې حکومت یې په سېپټېمبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې (اسمبلۍ) د کلنۍ غونډې پر مهال فلسطین د یو دولت (ریاست) په توګه په رسمیت پېژني.
د نوموړي دې اعلان امریکا او اسراییل غصه کړي دي خو د فلسطینۍ ادارې د ولسمشر محمود عباس په ګډون یې د خلیج عربي هېوادونو هرکلی کړی دی.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، مکرون د جولای پر ۲۴مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې وویل، په سېپټېمبر کې د فلسطین د رسمیت پېژندنې رسمي اعلان کوي.
نوموړي په بیان کې لیکلي، "د اوس لپاره تر ټولو اړین او چټک کار په غزې تړانګه کې د جګړې درېدل او د ولسي وګړو خوندیتوب دی."
د اروپايي ټولنې یوشمېر نورو هېوادونو هم د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په غزې کې د جګړې له پیلېدو راهیسې فلسطینی دولت په رسمیت پېژندلی دی خو فرانسه د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) لومړی غړی دی چې دا پرېکړه یې وکړه.
اژانس وايي، د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په بیان کې وویل، د "ولسمشر مکرون پرېکړه په کلکه غندي" او زیاته کړې ده چې دا کار "ترهګرۍ ته ګټه رسوي او د غزې په څېر" په سیمه کې "د ایران د نیابتي یا پراکسي" ډلې "د پیدا کولو خطر زېږوي."
اسراییلی وزیراعظم زیاتوي، په اوسني وضعیت او "شرایطو کې د فلسطیني دولت جوړېدل د اسراییلو د تباه کولو د پیل معنا لري، نه چې په سوله کې ورسره ژوند وکړي."
د فرانسې خبري اژانس وايي چې د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس د پاریس پرېکړه د "فلسطین داعیې لپاره یوه بریا" بللې او هرکلی یې کړی دی.
عباس د جولای پر ۲۵مه په بیان کې ویلي، دا کار د "فلسطینیانو ملاتړ او پر خپله خاوره او وطن یې د حق ملاتړ ته د فرانسې ژمنتیا ښکاره کوي."
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جولای پر ۲۵مه پر اېکس په بیان کې د فرانسې اقدام "یوه بې پرواه پرېکړه" وبلله.
روبیو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس، چې واشنګټن او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، حملې ته په اشاره ویلي چې د پاریس دا کار د هغه "برید د قربانیانو پر مخ څپېړه" ده.
د واشنګټن او تل ابیب تر انتقاد وروسته د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-نوېل بارو د خپل حکومت د پرېکړې دفاع کړې ده.
د فرانسې خبري اژانس وايي، نوموړي د جولای پر ۲۵مه پر اېکس په بیان کې ویلي، "حماس تل د دوو دولتونو حللاره رد کړې. په رسمیت د فلسطین له پېژندلو سره فرانسه د حماس ترهګر سازمان مخالفت" کوي او له دې پرېکړې سره پاریس د "جګړې په مخالفت کې د سولې د لوري یا سمت پلوي کوي."
د فرانسې خبري اژانس وايي، د سعودي عرب په ګډون د خلیج عربي هېوادونو هم د اېمانوېل مکرون د اعلان هرکلی کړی دی او پر نورو هېوادونو یې هم د ورته اقدام کولو غږ کړی دی.
قطر، چې د اسراییلو او حماس ترمینځ د غیر مستقیمو مذاکراتو مینځګړی دی، هم د فرانسې اقدام ستایلی دی.
فلسطینیان په اشغال شوې غربي څنډه، له اسراییلو سره د الحاق شوي ختیز بیت المقدس او غزه کې د خپلواک دولت جوړولو په تکل دي. اسراییلو هغه سیمې په ۱۹۶۷ز کال کې د منځني ختیځ جګړې پر مهال نیولې وې.
اسراییلی حکومت او د سیاسي طبقې زیاتره غړي یې د فلسطیني دولت جوړېدو د نظر مخالفت کوي او اوس وايي چې دا کار حماس ته د "جایزې یا انعام" ورکولو معنا لري.
حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.
تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۰،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې ځایه شوي دي.
په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.