د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هېنري کېسېنجر د ۱۰۰ کلونو په عمر کې ومړ


هېنري کېسېنجر د امریکا د دفاع وزارت په یوه غونډه کې - د ۲۰۱۶ز کال انځور.
هېنري کېسېنجر د امریکا د دفاع وزارت په یوه غونډه کې - د ۲۰۱۶ز کال انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هېنري کېسېنجر د ۱۰۰ کلونو په عمر کې مړ شوی دی. د هغه مړینه د نومبر پر ۲۹مه د هغه مشورتي ادارې تایید کړې ده.

کېسېنجر هغه ډېپلوماټ وو چې له وېتنامه د امریکا د ایستلو او له چین سره د سړو تعلقاتو د رغولو په اړه یې د واشنګټن د بهرنیو چارو پر تګلاره سیوری غوړېدلی وو او پکې یې خورا زیات رول لوبولی وو.

کېسېنجر د پخوانیو ولسمشرانو رېچرډ نېکسن او جېرالډ فورډ د واکمنۍ پر مهال نه یوازې د بهرنیو چارو د وزیر بلکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې وه او پر نړیوالو چارو یې غیر عادي نفوذ درلود چې له کبله یې که یوې خوا ته ورته بد رد وویل شول نو بل لوري ته یې د سولې نوبېل جایزه هم ترلاسه کړه.

نوموړي په ۱۹۷۱ز کال کې د هند او پاکستان ترمینځ د پخواني ختیز پاکستان، چې پر هم هغه کال بنګلادېش شو، د بحران په هواري کې خورا مهم کردار ترسره کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني اسناد ښيي چې په ۱۹۷۰ز لسیزه کې چې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو پر سر د لویدیز او ختیز پاکستان د سیاستوالانو ترمینځ لانجو زور واخیست، نو کېسېنجر چې هغه مهال له چین سره د اړیکو رغولو لپاره د هغه هېواد له چارواکو سره په پټو مذاکراتو کې بوخت وو، د بحران د هواري او داراز د هند او پاکستان ترمینځ د جګړې د مخنیوي هلې ځلې پیل کړې.

کېسېنجر (کیڼ لوري ته) په ۱۹۷۳ز کال کې په قاهره کې له مصري ولسمشر انور سادات سره د لیدو پر مهال.
کېسېنجر (کیڼ لوري ته) په ۱۹۷۳ز کال کې په قاهره کې له مصري ولسمشر انور سادات سره د لیدو پر مهال.

په اسنادو کې راغلي چې په هغه وخت کې د پاکستان پوځ په ختیز پاکستان کې د "مخالفانو د ځپلو لپاره پراخ او ظالمانه کیمپېن پیل" کړ چې په اړه یې په ډاکه کې نه یوازې د امریکا قونسلګرۍ بلکې هندي حکومت هم په بیا بیا واشنګټن ته معلومات ورکړل او شکایت یې وکړ.

کېسېنجر هغه مهال ولسمشر نېکسن ته ویلي ول چې په سیمه کې حالات "خورا کړکېچن" دي او د "نوې شخړې" خطر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اسناد ښيي چې نېکسن او کېسېنجر په هغه وخت کې هندیو چارواکو ته ویلي ول چې "له زغمه دې کار واخلي."

په هغه وخت کې امریکا د پاکستان او هند ترمینځ د جګړې په مخنیوي و نه توانېده خو د بهرنیو چارو وزارت پر ووبپاڼه په اسنادو کې راغلي دي چې کېسېنجر یې هراړخیزه هڅې کړې وې.

په هغه وخت کې امریکا او پاکستان ملګري ول او هند له پخواني شوروي اتحاد سره نېږدې تعلقات لرل.

هېنري کېسېنجر د بنګلادېش تر جوړېدو شاوخوا اته کاله وروسته په خپل کتاب کې ولیکل چې په ۱۹۷۱ز کال کې ولسمشر نېکسن پر ختیز پاکستان د هند د حملې په غبرګون کې له هند او پخواني شوروي اتحاد سره د "جنګ خطر" ته د اماده کېدو پرېکړه کړې وه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په ۱۹۷۹ز کال کې د کېسېنجر د کتاب په حواله زیاته کړې وه چې امریکا پر دې پوه وه چې ختیز پاکستان به خپلواکي ترلاسه کړي.

هېنري کېسېنجر په ۲۰۰۱ز کال کې پر امریکا د القاعده ډلې تر بریدونو شاوخوا یو کال وروسته د پلټنیز کمېشن مشر وټاکل شو خو هغه څو اوونۍ وروسته له دې دندې استعفا ورکړه.

البته لسیزې وروسته د نوموړي نوم اوس هم د امریکا د بهرنیو چارو تګلارو په اړه بحثونه پاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG