د لاسرسي ځای

تازه خبر

اې اېن پي د لطیف اپرېدي غړیتوب ختم کړ


د پېښور های کورټ بار اسوسيیېشن صدر عبد الطيف اپرېدی
د پېښور های کورټ بار اسوسيیېشن صدر عبد الطيف اپرېدی

عوامي نېشنل ګوند د خپل يوه مشر سياستوال او د پېښور های کورټ بار اسوسيیېشن صدر عبد الطيف اپرېدي بنیادي رکنيت ختم کړ او د ګوند يوې بلې غړې سېنېټرې ستاره اياز ته د پارټۍ د ډسپلن سرغړونې په کولو شوکاز نوټس ورکړی دی.

د اې اېن پي صوبايي وياند صدر الدين مروت د سپېټمبر پر دوهمه د لطيف اپرېدي بنيادي غړیتوب ختمولو په اړه مشال راډيو ته وويل د جولای پر ۲۰ مه قبايلي ضلعو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره شویو انتخاباتو کې لطيف اپرېدي خپل زوی دانش اپرېدی درولی وو. نوموړي نه خو له ګونده د ټکټ غوښتنه کړې وه او نه يې په دې لړ کې ګوند ته څه ويلي ول نو صوبايي صدر اېمل ولي خان ورته د اګست پر۲۳مه د ګوند تنظیمي سرغړونې په کولو شوکاز نوټس جاري کړ او له هغه یې په اوو ورځو کې ځواب غوښتی وو خو لطيف اپرېدي په ټاکلې موده کې د ځواب ورنکړو نو اېمل ولي ورله د ګوند د ۲۷مې اییني مادې لاندې بنیادي غړیتوب ختم کړ.

د سپټمبر پر دوهمه له ډيوه راډيو سره په خبرو کې لطیف اپرېدي د ګوندي غړیتوب پر ختمولو خوښې وښوده او وينا یې وه چې له اوږو يې بوج کم شو.


مشال راډيو چې کله د پارټۍ بنيادي رکنيت ختمولو په باب له لطيف اپرېدي سره تماس ونيولو نو هغه د خپلو مصروفياتو له کبله خبرې ونکړې خو د سپټمبر پر دوهمه له ډيوه راډيو سره په خبرو کې هغه پر اېستلو خوښې وښوده او وينا یې وه چې له اوږو يې بوج کم شو.

د ذکر ده چې لطيف اپريدی د عوامي نېشنل ګوند د وکيلانو د څانګې مشر وو.

بلخوا سېنېټر ستاره اياز ته شوکاز نوټس جاري کولو په هکله صدر رالدين مروت وايي نوموړې د صوابۍ ضلعې سره تعلق لري او په سيمه کې يې په تنظيمې توګه مسلې پيدا کړې وې هفه دا چې کله به هم هغه صوابۍ ته ولاړه او یا به يې د سېنېټرې په توګه یو څه کار کاوه نوضلعي تنظيم به يې نه خبرولو نو دا وجه وه چې صوبايي صدر ورته شوکاز نوټس ورکړ. خو سېنېټره ستاره اياز وايي تر اوسه ورته شوزکاز نوټس نه دی رسېدلی چې ترلاسه يې کړي نو ځواب به یې هرمرو ورکوي.

د پښتون سياستوال لطيف اپريدي د زندانونو کیسه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړې وويل په ټولنيزو رسنیو يې نوټس کتلی دی چې پکې ورته ويل شوي دي چې له تېرې څه مودې راهيسې له ضلعي تنظيم سره مرسته نه کوې نو په دې لړ کې به خپله صفايي ورکوي ځکه چې کله يې هم له ګوند پرته خپل نوم نه دی کارولی او مني چې سېنېټره هم د خپل ګوند په وجه جوړه شوې ده نو د نوټس ځواب به ضرور ورکوي.

د يادونې ده چې له دې وړاندې د ۲۰۱۸ کال په نومبر مياشت کې ياد ګوند د خپلو دوو نورو غړيو بشری ګوهر او افراسياب خټک غړيتوب ځنډولی وو.

عوامي نېشنل ګوند په خپل يوه بيان کې ويلي ول چې بشرا ګوهر او افراسياب خټک پر ټولنيزو مطبوعاتو د ګوند پاليسيو خلاف خبرې کولې او په غړیو کې يې د انتشار پیدا کولو کوښښ کاوه خو بشرې ګوهر او افراسياب خټک د ګوند تورونو په ردولو سره ويلي ول داسې هېڅ يې نه دي کړي چې د ګوند له ايين يا دستور سره په ټکر کې وي.

XS
SM
MD
LG