د لاسرسي ځای

تازه خبر

لطیف اپرېدی د خپل مبارز ژوند کيسې کوي


لطیف اپرېدی د خپل مبارز ژوند کيسې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:09 0:00

لطیف اپرېدی چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې. هغه د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښور کې په ډزو ووژل شو. نوموړی د عوامي نېشنل ګوند يو مهم مشر پاتې شوی او په دې وروستيو کې یې د ملي جمهوري غورځنګ په بنسټ ايښودو کې مرکزي کردار دلود. د دې تر څنګ نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي غړيو مقدمې هم کړې او ځيني یې له زندانونو خوشې کړي دي. د نوموړي په جنازه کې ګډون کوونکو د نوموړي وژنه، د مظلومو خلک لپاره د غږ بندیدل بللي دي. اپرېدي په ۲۰۱۹ز کال کې د مشال راډیو په "جمهوري غږونه" خپرونه کې ویلي ول چې د خدايي خدمتګار تحریک یو مخکښ غړي مولانا فضل محمود مخفي وراره مولانا فتح الرحمان یې ښوونکی وو چې ورته یې سیاسي شعور ورکړ. په دې غږيزه ويډيو کې د عبدالطیف اپرېدي سره په جمهوري غږونه خپرونه کې شوې خبرې اورئ. دا پروګرام په ۲۰۱۹ کال کې عبدالحی کاکړ جوړ کړی وو چې اوس یې د اپرېدي د مړینې په مناسبت درته بیا خپروو.

XS
SM
MD
LG