د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمهوري ادارو پیاوړيکولو لپاره به کار کوم: لطیف اپرېدی


لطیف اپرېدی
لطیف اپرېدی

د پاکستان سپريم کورټ بار اسوسيیېشن منتخب مشر عبدالطيف اپرېدی وايي، کوشش به کوي چې په ملک کې د جمهوري ادارو پياوړيکولو لپاره خپله ونډه کار وکړي.

نوموړي د اکتوبر پر ۳۰مه د انتخاباتو تر ګټلو یوه ورځ وروسته له مشال راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وويل چې له خپلو ملګرو سره تر مشورې وروسته به د حکومت او اپوزېشن ترمنځ د خبرو لپاره کردار ترسره کړي چې مقصد يې د غيرجمهوري قوتونو مخنیوی دی.

اپرېدي وويل، دوی ته د انګرېزانو د وخت عدالتي نظام پاتې شوی دی او د ملک په ايين کې په وار وار له بدلونونو سره د هغې بڼه اوښتې ده خو د سياسي ګوندونو په کوششونو د اتلسم اييني ترميم له راوړلو سره تر یوڅه حده ايين خپل شکل ته راغلی بلکې ښه کړی یې دی.

د جمهوري ادارو پیاوړيکولو لپاره به کار کوم: لطیف اپرېدی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اپرېدي زياته کړه چې ټولې ادارې بايد په خپل اييني چوکاټ کې کار وکړي او هېڅ اداره حق نه لري چې له اييني حدودو بهر شي.

نوموړي وویل، اپوزېشن او حکومت يو په بل پسې تورې راايستلې دي چې د دې تر شا هم ډېر وجوهات دي. د ده په خبره، په دې کې ځینې لاملونه جوت دي او ځینې یې نه دي.

لطیف اپرېدی وايي، کوشش به کوي چې په ملک کې جمهوريت مستحکم او مضبوط شي.

دی وايي، هڅه به کوي دا انتقامي کارروايانې ختمې شي او اپوزېشن خپل مثبت رول ترسره کړي او حکومت هم مثبت کار ولوبوي.

د ده په خبره، حکومتي غړو او اپوزېشن ورته مبارکي ورکړي او کوشش به کوي چې د حکومت او اپوزیشن ترمنځ خبره تر دې حده ولاړه نه شي چې جمهوريت له منځه ولاړ شي يا پوځيان بيا راشي.

ده زياته کړه هڅه کوي چې د جمهوریت او جمهوري ادارو په پیاوړتیا ناجمهوري قوتونه په شا شي.

عبدالطيف اپرېدی نامتو وکیل او سياستوال دی، چې د بار اسوسییېشن په انتخاباتو کې له پخوانۍ وکیلې عاصمې جهانګير سره د تړلي "ازاد ګروپ (ډلې)" نوماند وو.

د اکتوبر ۲۹مې په انتخاباتو کې د ده سیال د حامد خان په مشرۍ د "پروفیشنل ګروپ" عبدالستار خان وو.

له پایلو سره سم، لطیف اپرېدي په انتخاباتو کې ۱،۰۱۰ او عبدالستار ۷۹۶ ووټونه ترلاسه کړل.

اپرېدی څو واره د پېښور های کورټ بار اسوسییېشن صدر منتخب شوی دی او د پاکستان بار کونسل غړی هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG