د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د اوربند پر اعلان سربېره جګړه نه ده درېدلې  


د سیمې خلک وایي د پاړه چینار په ګډون د بره کورمې په یوشمېر ځایونو جګړه نه ده درېدلې ـ انځور له ارشیفه.
د سیمې خلک وایي د پاړه چینار په ګډون د بره کورمې په یوشمېر ځایونو جګړه نه ده درېدلې ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د اوربند د اعلان باوجود د شیعه او سني ډلو ترمینځ جګړه نه ده درېدلې.

ځایي مشر او د سدې ملک عبدالولي خان د نومبر پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۳۱مه د کمېشنر په ګډون د ځایي مشرانو په جرګه کې د جګړې ښکېلې خواوې پر اوربند سلا شوې خو بیا هم د بره کورمې په کونج علیزیو، غوزګړۍ، پیواړ، تري منګلو، پاړه چینار، پاړه څمکنيو، کړمان او ځینو نورو سیمو کې جګړه روانه ده.

ملک عبدالولي خان دا هم وویل چې د پولیسو، پوځ او ملېشې سرتېرو د خوار کلي، سدې، بالشخېلو، مرغې چینې او د سنګینې سیمو کنټرول ترلاسه کړی او د امنیت پر ځای کولو هڅه کوي.

ځایي مشران هیله من دي چې د نومبر پر لومړۍ پاړه چینار ته ورغلې جرګه د اوربند په اړه حتمي فیصله اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۵مه د بره کورمې په بوشهرو (بوشېرو او بوشارو هم بلل کېږي) کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښتې پیل شوې چې تر اوسه پکې ۴۳ کسان وژل شوي او ۹۰ ژوبل دي.

د نښتو کره لامل نه دی معلوم خو تر دې مخکې اکثر د ځمکو پر سر لانجې د تاوتریخوالي لامل کېږي چې کله نا کله په فرقه ییزو شخړو هم اوړي.

له دې پرته د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

تازه نښتې تر هغې وروسته پيل شوې چې د اکتوبر پر ۲۳مه، په خیرالدین کلي کې وسلوالو د لقمانخېلو پر هغو اوسېدونکو برید وکړ چې د شلوزان تنګي له خوړه یې بجري وړله. د دې په غبرګون کې شیعه او سني ډلو پر یو بل بریدونه پیل کړل چې مرګژوبله یې واړوله. تر دې وروسته یو ولسي لښکر په شلوزان تنګي کې د سنیانو کورونه ړنګ کړل. د دې په ردعمل یا عکس العمل کې د شلوزان تنګي اوسېدونکو احتجاج پیل کړ او د تګ راتګ لارې یې وتړلې.

د کورمې د امنيت ټينګولو په هدف په حکومتي چارواکو مشتملې يوې جرګې له تېرې اوونۍ راهیسې په پاړه چينار کې له شيعه مشرانو سره خبرې وکړې. جرګه د اکتوبر په ۳۰مه سدې ته له سني مشرانو سره د خبرو ته ورغله او د اکتوبر پر ۳۱مه یې هم په سده کې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.

په سیمه کې د حالاتو تر خرابېدو وروسته د موبایل او انټرنېټ خدمات ځنډول شوي او د تګ راتګ لارې تړل شوي دي. په سیمه کې تعلیمي ادارې هم بندې دي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال په جولای میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ نښته هله بنده شوه چې له اورکزو، هنګو او کوهاټه مشران سیمې ته په جرګه ورغلل او هلته یې د دواړو خواوو ترمینځ د سولې تړون وکړ.

سږ کال د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG