د لاسرسي ځای

تازه خبر

چینایي کمپنیو په پاکستان کې د ۲ بندونو جوړولو کار ځنډولی دی


د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د چینایي کمپنۍ جوړ کړی ډیم ـ انځور له ارشیفه.
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د چینایي کمپنۍ جوړ کړی ډیم ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په بشام کې د چینایي اینجنیرانو تر وژل کېدو وروسته د چین دوو کمپنیو په پاکستان کې د اوبو د دوو لویو بندونو داسو او دیامر باشا د جوړولو کار درولی دی.

د خیبرپښتونخوا یو چارواکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې، د فرانسې خبري اژانس ته د مارچ بر ۲۹مه وویل چې د مارچ پر ۲۷مه د چین ګیژوبا شرکت په خیبرپښتونخوا کې د داسو ډیم د رغونې چارې ودرولې.

ده زیاته کړې، چې د پاور چینا کمپینۍ بیا د دیامر باشا بند د جوړولو چارې وځنډولې.

هغه چارواکي ویلي، دا مهال ۷۵۰ چینايي انجنیران د داسو د بند په پروژه کې په کار بوخت ول او ۵۰۰ نورو د دیامر بهاشا په ډیم کې کار کولو.

داسو د خیبر پښتونخوا په کوهستان او دیامر باشا په ګلګت بلتستان کې دی.

د ده په وینا تر پېښې وروسته چینايي انجنیران، د دغو پروژو سیمو ته څېرمه ژوند کوي، دغو ځایونو ته له ننوتلو راګرځول شوي دي.

راپورونه وايي، چینايي کمپنیو له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې د بیارغونې د دغو ساحو تر پرانیستل کېدو مخکې له نویو امنیتي پلانونو سره راشي.

د مارچ پر ۲۶مه، د خیبر پښتونخوا شانګلې په بشام کې په برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. د هغه برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هغه برید ترسره کوونکیو، سهولت کارانو او هڅوونکیو خلاف به قانوني کارروايي کېږي.

د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مارچ پر ۲۸مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې ته وویل، دا برید د پاکستان او چین د دوستۍ د دښمنانو لخوا پلان شوی وو او دواړه هېوادونه به پر سیپېک پروژه کار ته دوام ورکوي او خپلمنځي همکاري به زیاتوي.

د برید پر ورځ چین له اسلام اباده د پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه. د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف تر حملې څو ساعته وروسته په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغی او هلته یې سفیر ته د پېښې د چټکو پلټنو ډاډ ورکړ.

د کوهستان په داسو سیمه کې د اوبو پر یو بند له تېرو څو کلونو راهیسې کار روان دی چې د جوړولو پر مهال پرې تر دې وړاندې هم بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۴مه هم په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس حمله شوې وه چې پکې د نهو چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپیک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په چینایانو بریدونه شوي دي او د یوشمېر حملو ذمه وارۍ بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې دي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې فعاله دي چې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او هلته د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې د پروژو پر چینايي کارکوونکو بریدونه کوي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې بلوڅ وسلوالو ډلو په بلوچستان او کراچۍ کې پر چينايي وګړو او ګټو څو ځلې حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG