د پاکستان د دفاع وزیر هغو څرګندونو غبرګونونه پارولي چې پکې يې پر پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د ممکنه بنديز اراده ښکاره کړې وه.
خواجه محمد اصف د مې پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ويلي ول چې پر تحریک انصاف ګوند د بنديز لګولو فیصله نه ده شوې خو غور ورباندې روان دی.
هغه دعوه وکړه چې د مې پر نهمه د عمران خان د درغلۍ په قضیه کې د ګرفتارۍ په غبرګون کې د تحریک انصاف قهرجنو مظاهرچیانو د "يوه سنجول شوي پلان" له مخې پر پوځي او دولتي ودانيو حملې کړې وې.
د مې پر نهمه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه. د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.
عمران خان دا تور رد کړی دی او ټینګار کوي چې پلویان یې پر ودانیو په حملو کې ککړ نه دي بلکې د مې د نهمې او ۱۰مې د پېښو د خپلواکه پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
خو حکومت وايي چې په دې اړه کافي ثبوتونه لري. حکومت په حملو کې په مبینه توګه د لاس لرلو په تور د تحریک انصاف په سلګونو مشران او پلويان نيولي دي.
په واکمن پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل ګوندونه د تحریک انصاف د ناقانونه ګرځولو غوښتنه کوي. خو خواجه اصف ويلي چې دا وړاندیز تر غور لاندې دی او که فیصله وشوه نو دا موضوع به پارلېمان ته وړاندې کوي.
د دفاع وزیر تر دې څرګندونو وروسته پر ټولنيزو شبکو تود بحث پیل شوی او د پي ډي اېم له پلويانو پرته زیاتره کسان پر تحریک انصاف د بندیز د وړاندیز مخالفت کوي.
د سياسي چارو پوه او ليکوال زاهد حسين هم له هغو کسانو څخه دی چې د بنديز د وړاندیز مخالفت کوي. نوموړي د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې پر يو ګوند یا سياستوال بنديز لګول نتیجه نه ورکوي. "خواجه اصف صاحب له تاریخه سبق نه دی زده کړی. يو ګوند غیرقانوني او یا سياسي مشر نااهله کولو سره هغه نه شئ ختمولای. نن تاسو پر پي ټي ای بنديز ولګوئ خو سبا به له بل نوم سره بل ګوند مخې ته راشي. دا طریقه به کله هم بریالۍ نه شي."
زاهد حسين وايي، ګوندونه باید په دې اړه له ډېر احتیاطه کار واخلي. هغه د دې لپاره د عمران خان حواله ورکوي او زیاتوي چې هغه هم درس وانخيست او کله چې واکمن وو نو مخالفه ګوندونه به يې په نښه کول. د ده په وينا، دا کار اوس پي ډي اېم کوي چې د ده په خبره، وروسته به يې سياسي قیمت هم پرې کوي.
د پاکستان په شاوخوا ۷۵ کلن تاریخ کې پر کيمونسټ پارټۍ، عوامي ليګ، نیشنل عوامي پارټۍ، جیې سیند قومي محاذ - ارېسر ډلې او پرتحریک لبیک پاکستان بنديزونه لګېدلي دي. خو پر دې سربېره هم هغه ګوندونه په پخواني يا په نوي نوم تر ننه په پاکستان سياسي هلې ځلې کوي.
هم دې ته په پام د ملي جمهوري غورځنګ يو مخکښ افراسياب خټک پر تحریک انصاف د بنديز لګولو د وړانديز مخالفت کوي.
نوموړي د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې پر يو ګوند بنديز لګول يو غیر جمهوري او غير اييني کار دی. "له بنديز لګولو سره پارټۍ ختمېږي نه. زه چې په کومه پارټۍ کې وم – نیشنل عوامي پارټي – پر هغې دوه واره بنديز ولګېد، يو وار په ۱۹۷۱ز کال کې او دويم ځل په ۱۹۷۵ز کال کې، خو له دې سره خو هغه تحریک ختم نه شو. "
د تحریک انصاف مخالفان تور پورې کوي چې د هغه ګوند په پراخولو او واک ته رسولو کې د پاکستان پوځ د جنرالانو او نورو افسرانو لاس وو. دوی دعوه کوي چې په ۲۰۱۱ز کال د هغه وخت د استخباراتي ادارې مشر جنرال احمد شجاع پاشا د ګوند مبینه ملاتړ پیل کړ او ورپسې د هغه وختونو د پوځ نورو جنرالانو لکه جنرال ظهیر السلام، جنرال قمر جاوېد باجوه او جنرال فیض حميد په ملاتړ په ۲۰۱۸ز کال واک ته ورسېد.
خو عمران خان دا تورونه ردوي او داراز، پوځ او انتخاباتي کمېشن هم په بیا بیا ټینګار کړی وو چې د هغه کال عام انتخابات پاک او راڼه ول.
له دې پرته جنرال باجوه د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې د خپلې دندې ختمېدو پر مهال ویلي ول چې "تر ډېر غور و فکر وروسته" یې پرېکړه وکړه چې پوځ به نور په سیاست کې ګوتې نه وهي.
افراسياب خټک داسې انګېري چې د مې نهمې او ۱۰مې تر پېښو وروسته پر تحریک انصاف د ممکنه بنديز لامل ښايي د عمران خان د ملاتړیو پوځي چارواکو ژغورل وي.
دی په تېرو کلونو کې د عمران خان او د هغه د ګوند پیاوړي کېدل یوه پروژه بولي. "عمران پراجېکټ جنرالانو جوړ کړی وو – جنرال پاشا، جنرال ظهير السلام، جنرال باجوه او جنرال فیض جوړ کړی وو. نو [حکومت] له هغوی (جنرالانو) پام اړوي او په تحریک انصاف لاسونه پاکوي. دا د نهمې مې خبره غلطه ده، دا خو هغه قصه ده چې په ۲۰۱۴ز کال کې شروع شوې وه نو له هغه ځای څخه یې راونيسئ او پر ټولو مقدمه وچلوئ. خو دوی هغوی ته ګوتې نه وروړي او ذکر يې هم نه کوي."
خو د دفاع وزیر خواجه اصف د مې پر ۲۴مه نېټه د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن سما نیوز سره په مرکه کې وويل چې پر نیشنل عوامي پارټۍ او نورو ګوندونو بنديز يو بل پس منظر درلود. ده تور پورې کړ چې تحریک انصاف د پاکستان پر اساس برید کړی دی.
خو د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان لپاره د خواجه اصف او د واکمن اتحاد د مشرانو دليل قانع کوونکی نه دی. نوموړي د مې پر ۲۵مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال د افراسیاب خټک له خبرو سره اتفاق وکړ او زیاته يې کړه چې پر يو ګوند بنديز لګول د مسلې حل نه دی.
"د هغو اوسنيو او پخوانیو پوځيانو پر ضد چې مقدمې و نه شي نو تر هغو به پر ګوند بنديز لګول هېڅ ګټه و نه رسوي بلکې برعکس به په سياسي نظام کې انتهاپسندي (سختدریځي) [پیدا] شي."
خپله عمران خان هم د مې پر ۲۴مه خپلو پلویانو ته په ويډیويي وينا کې ويلي ول چې حکومت يې نظریه نه شي ختمولی.
د نوموړي وکيل ظفر اقبال پر هم هغه ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته ويلي ول چې که پر تحریک انصاف بنديز ولګېد نو حکومتي اقدام په عدالت کې چیلېنجوي.