د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې چاودنې د ناوګۍ انتظامي مشر په ګډون ۵ تنه وژلي دي


یو امنیتي سرتېری په باجوړ کې د بمي چاودنې له ښکار شوي ګاډي سره ولاړ دی - د جولای دویمې انځور.
یو امنیتي سرتېری په باجوړ کې د بمي چاودنې له ښکار شوي ګاډي سره ولاړ دی - د جولای دویمې انځور.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یوې چاودنې د ناوګۍ تحصیل د انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) په ګډون پینځه تنه وژلي دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې چاودنه د جولای پر دویمه ماسپښین شاوخوا دوه بجې په صدیق اباد پاټک کې شوې ده.

دی وايي، په پېښه کې د ناوګۍ اسېسټنټ کمېشنر فیصل اسماعیل، تحصیلدار عبدالوکیل، د پولیسو یو اسېسټنټ سب انسپکټر او یو سرتېری وژل شوي دي.

د اسرار په خبره، په پېښه کې یو ژوبل پولیس وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

دی زیاتوي، په چاودنه کې د درې پولیسو په ګډون ۱۷ تنه ژوبل شوي هم دي.

روغتیايي چارواکي وايي، ټول وژل شوي او ژوبل کسان د باجوړ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي. دوی وايي، په ژوبلو کې د ځینو وضعیت خراب دی.

د باجوړ د پولیسو مشر وقاص رفیق د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ناوګۍ د انتظامي مشر ګاډی په پاټک تېرېده چې د چاودنې ښکار شو.

د باجوړ پولیس وايي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا د رېموټ کنټرول بم چاودنه وه.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو او سرکاري چارواکو حملې کوي.

د جولای پر لومړۍ نېټه په لکي مروتو کې وسلوالو دوه ټرافیک پولیس ووژل. تر دې مخکې د جون پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې په ځانمرګي برید کې ۱۳ پوځیان وژل شوي ول. د هغې حملې مسوولیت حافظ ګل بهادر ډلې منلی وو.

په تېرو کلونو کې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو پرضد پراخې مظاهرې، ناستې او جرګې کړې دي.

د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG