د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکي وايي چې په لکي مروت کې د پوځ پر یو موټر چاودنې دوه پوځیان وژلي او درې ژوبل دي.
امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې د لکي مروت په ونډه سیمه کې وسله والو د پوځ پر موټر د ریموټ کنټرول بم په وسیله برید کړی دی.
د دوی په وینا، په دې پېښه کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
بل پلو په میرامشاه کې هم د پوځ او استخباراتي ادارو جلا جلا چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې موټر سایکل سپرو وسله والو په غلان خان کې پوځ له یو موټر سره ټکر کړی دی.
د دوی په وینا، په دې ځانمرګي برید کې ۶ سرتېري ژوبل شوي دي چې د درو پکې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ شودل شوی دی.
د غلام خان ځانمرګي برید زمه واري اتحاد المجاهدین په نوم وسله والې ډلې منلې، چې یاده ډله د درې وسله والو ډلو شریکه ډله یا اتحاد په نوم ښودل کیږي.
په لکي مروت کې د شوې برید زمه واري لا چا نده منلې.
تر دې وړاندې د جون پر ۲۸مه سهار مهال د میرعلي له خدي مارکیټ سره د پوځ پر ګشتي ډلګۍ ځانمرګي برید کې ۱۳ پوځیان وژل شوي ول او ۲۴ ژوبل شوي چې لس سرتیري او ۱۴ عام وګړي ول.
په میرام شاه کې د پولیسو او پوځ چارواکو مشال راډیو ته وویل چې ځانمرګی بریدګر په غواګۍ موټر کې سپور وو او خپل له باروتو ډک موټر یې د پوځ له ګاډي سره جنګولی دی.
د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې قبول کړی دی.
په شمالي وزیرستان کې عموماٌ او په میرلي کې خصوصاٌ تر دې وړاندې هم د پوځ پر قافلو وار وار بریدونه شوي دي چې پکې د پوځ سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغلته ځايي خلکو هم وخت په وخت د بدامنۍ خلاف مظاهرې کړې دي او له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې دې د امنیت د ښه کولو لپاره اقدامات وکړي.
بل پلو پوځ او انتظامیه وايي چې دغلته یې د وسلوالو پر ضد عملیات روان ساتلي دي.