د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د وزیرستان برید په اړه د پاکستان تورونه رد کړل


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

هند وايي د پاکستان هغه تورونه ردوي چې ګواکې دوی په وزیرستان کې د ترسره شوي ځانمرګي برید تر شا لاس لري.

دا برید د جون پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان د میرلي په خدي مارکیټ کې شوی وو چې د پاکستان د پوځ او په سیمه کې د انتظامیې د معلوماتو له مخې پکې لږ ترلږه ۱۳ سرتېري وژل شوي وو. په هغه ځانمرګي موټر برید کې ۲۴ کسان ژوبل شوي هم وو چې ۱۰ پکې د پاکستان د پوځ سرتېري وو.

په شمالي وزیرستان کې د ترسره شوي برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې قبول کړی وو.

د هند او پاکستان ترمینځ له وروستۍ جګړې راپه دې خوا پاکستان په خپله خاوره د ترسره شوي هر دا ډول برید پړه پر هند وراچوي او وايي چې د دې بریدونو ترشاه فتنه الهند یا د هند لخوا اکمال شوې ډلې لاس لري. خو هند داتورونه رد کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۹مه د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د پاکستان دا تورونه بې بنسټه دي. په بیان کې راغلي: "موږ د پاکستان د پوځ له غاړې خپور شوی یو رسمي بیان لیدلی دی چې پکې د جون پر ۲۸مه په وزیرستان کې د ترسره شوي برید پړه پر هند اچول شوې ده. موږ دا بیان د هغه سپکاوي سره ردوو چې مستحق یې دی."

هند او پاکستان تازه جګړه د روان کال په مې میاشت کې وکړه. هند د مې پر اوومه د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې د بریدونه وکړل او په ځواب یې پاکستان د مې پر ۱۰مه پر هند د بنیان المرصوص په نامه عملیات وکړل.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مې پر ۱۰مه اعلان وکړو چې هند او پاکستان "د بشپړ او سمدستي اوربند" هوکړه ورسره کړې ده. تر هغې وروسته د مې پر ۱۱مه یې دا هم ویلي وو چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير د مسلې د حل لپاره کار کولو ته تیار دی.

ډانلډ ټرمپ د جون پر ۱۸مه په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره له ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل، که اوربند نه وا شوی، د هند او پاکستان تر مینځ جګړه په ایټمي جنګ بدلېدای شوه.

XS
SM
MD
LG